د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۶

ولسي جرګه د بدمعاشۍ اداره وګرځېده


د انتخاباتو په لانجه کې د وروستیو پرمختګونو په سر په ولسي جرګه کې پرونۍ شخړه هغه څه دي، چې نن د کابل چاپ ورځپاڼو غټ سرلیکونه جوړوي او حمید مومند په لاندې راپور کې رانغاړلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې ورځپاڼې لیکلي، چې د انتخاباتو د کمیسیون وروستۍ پریکړه د دې لامل شوه، چې وکیلان د یو بل په وړاندې ودریږي.

ورځپاڼه لیکي، چې په ولسي جرګه کې دا شخړه وروسته له هغې راولاړه شوه، چې د اصلاح غوښتونکو مجمعې د انتخاباتو د کمیسیون د پریکړې ملاتړ وکړ، چې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف د تند غبرګون لامل شو.

د ورځپاڼې په وینا په دې شخړه کې د ولسي جرګې یوې غړې سمین بارکزۍ د مولوی شهزاده شاهد په سر خپل تور پړونې واچوه او ښې سپکې سپورې یي ورته وویلې.

ورځپاڼې په ولسي جرګه کې دې شخړې ته په اشارې لیکلي، چې روانه لانجه په پریکنډه دریځ سره هواریدلای شي او حکومت باید هغه ټولې بهرنۍ کړۍ د رسنیو په وړاندې افشا کړي، چې دې لانجې ته لمن وهي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک کې په ولسي جرګه کې پرونۍ شخړې ته ځانګړې کړې او لیکلي، چې سمین بارکزۍ د مولوی شهزاده شاهد په سر د پړوني د اچولو ترڅنګ هغه ته یي د خاین خطاب هم وکړ.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا لیکلي، چې د ولسي جرګې پروني حالت وښودله، چې دا اداره نوره نو یوه تقنیني اداره نه بلکه د بدمعاشۍ په مرکز بدله شوې.

ورځپاڼې په ولسي جرګه کې پرونۍ شخړې ته په اشارې لیکلي، چې دا د بهرنیو سفارتونو او یومانا له خوا د ډالۍ شوې دیموکراسۍ څیره ده.

دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې د روانې لانجې د حل لپاره، چې په هیڅ ډول د افغانانو د دود او دستور استازیتوب نه شي کولې پریکنډه چلند ته اړتیا ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې د انتخاباتو د کمسیون د پریکړې په سر د اصلاح غوښتونکو مجمع او له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف د یو بل په وړاندې ودریدل.

ورځپاڼې وړاندې په جرګه کې د اصلاح غوښتونکو او له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف ترمنځ د شخړې ټول انځور وړاندې کړې او لیکلي، چې د شخړې په پایله کې اصلاح غوښتونکي اړ شول، چې غونډه پریږدي.

ورځپاڼې په خپله تبصره کې لیکلي، چې د انتخاباتو د روانې لانجې په سر د ولسي جرګې حالت ورځ تر بلې خرابیږي او اوس په کار ده، چې د افغانستان مدني ټولنه را میدان ته شي او د ستونزې د حل لپاره لوسټوڼي بډ وهي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ولسي جرګې روان حالت او د دولت د درې ګونو قواو ترمنځ جنجالونو خلک اندیښمن کړي او پکار ده، چې د روانې شخړې د هواري لپاره د مدنې ټولنې او رسنیو یو ګډ پلاوې وټاکلې شي.

په کابل کې خپریدونکو دولتي ورځپاڼو بیا تر ډیره له دې شخړې ځانونه لرې ساتلي او یوازې د ولسي جرګې په دې غوښتنو تمرکز کړې، چې د دوي مصوبې باید عملي شي.
XS
SM
MD
LG