د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۹

ولسمشر کرزی پرون ناوخته سعودي عربستان ته ولاړ


افغان ولسمشر به په دې سفر کې هم له سعودي مشرانو څخه په افغانستان کې د سولې په روان بهیر کې مرسته وغواړي.
افغان ولسمشر به په دې سفر کې هم له سعودي مشرانو څخه په افغانستان کې د سولې په روان بهیر کې مرسته وغواړي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر وايي، ولسمشر کرزی به په دې دوه ورځني سفر کې د سعودي له پاچا ملک عبداالله او نورو لوړ پوړي سعودي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي چې د یو لوړپوړي افغان هییت مشري کوي، په دې سفر کې په د سعودي چارواکو سره په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګیدو هم وغږیږي.

که څه هم د ولسمشر د ویندوی د دفتر په خبر پاڼه کې د افغان او سعودي چارواکو د خبرو اترو د جزیاتو په اړه ډیر څه نه دي ویلي شوي؛ چې دوی به په کومو مسلو خبرې وکړي. خو تر دې مخکې په ځینو خپرو شویو اسنادو کې چې ویکي لیکس په ډاګه کړل څرګنده شوې وه، چې سعودي عربستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په پخلاینې کې د مرستې هڅې کوي.

ولسمشر کرزي تر دې مخکې هم په خپلو خبرو کې په وار وار د افغانستان د سولې په پروسه کې د سعودي د باچا ملک عبدالله مرسته غوښتې ده او څارونکې تمه لري، چې دا ځل به هم د دواړو لورو په خبرو کې د طالبانو سره د پخلاینې پروسه او په دې برخه کې د سعود ي عربستان د رول مساله شامله وي.

تمه ده، چې افغان ولسمشر به په دې سفر کې هم له سعودي مشرانو څخه په افغانستان کې د سولې په روان بهیر کې مرسته وغواړي.

ولسمشر په دې سفر کې د عمرې مناسک هم ادا کوي:

د ولسمشر د ویندوی له دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي، چې ولسمشر حامد کرزی به په خپل دې سفر کې د عمرې د حج مناسک هم ادا کړي او د حرمینو شرفینو لیدنه به هم وکړي.

څارونکي وايي، د طالب مشرانو سره د سولې او پاکستان سره د افغانستان د شتو ستونزو په هواري کې سعودي عربستان د افغان حکومت مرسته کولی شي.

ولسمشر کرزی غواړي، په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو دي د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د سولې یو تړون ته ورسیږي. خو تر اوسه پورې په دې برخه کې ټاکل شوې د سولې عالي شورا ډیر کم پرمختګ کړی دی.

ظاهراً وسله وال طالبان وايي، تر هغې چې بهرني ځواکونه په افعانستان کې وي له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي.

دا چې افغان ولسمشر په دې برخه کې له سعودي چارواکو کومه مرسته غواړي او سعودي چارواکي څومره ډاډ ورکوي، دا به د دواړو لوریو د خبرو اترو او د جزییاتو تر څرګندیدو وروسته په ډاګه شي.
XS
SM
MD
LG