فرانسه او انګلستان د ملګرو ملتونود امنیت شوری له بندیزونو څخه د لیبیا د شتمنیو په خلاصولو کارکوي.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ نن وویل، انګلستان له ملګرو ملتونو او نورو ځایونو سره په تماس کي دی چي د لیبیا د شتمنیو خلاصولو ته لار هواره کړي. فرانسې هم تائید کړې چي ددغه کار لپاره د ملګرو ملتونو پریکړه لیک ته سترګي په لاره ده.
انګلستان او فرانسه غواړي د لیبیا د میلیاردونو ډالرو قید شوي شتمنۍ باید خلاصي شي چی ددي هیواد د اقتصاد په بیا رغووني، ضروري خدمتونو، په پولیسواو پوځ کي د بدلونونو په چاروکي ورڅخه کار واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شوری د فبرورۍ میاشت کي هغه مهال د لیبیا شتمنۍ قید کړې چي معمر القذافي د اعتراض کوونکو ټکولو ته ملا وتړله.
د قذافي د واک ختمولو امکانات:
په عین حال کي د نړۍ مشرانو نن د هغه امکان په اړه غبرګون ښکاره کړي چی د طرابلس په زیاتو برخو باندي د یاغیانو واک مکن ډېر ژر د قذافي رژیم ختم کړي.
د روسیې جمهور رئیس دیمتري میدودیف نن وویل، مسکو به په هغه صورت کي له یاغیانو سره بشپړ ډپلوماتیکي اړیکی ټینګ کړي چي هغوي د یوه نوي ډموکراټيک پيل لپاره د لیبیا د یووالي توان او امکانات پیدا کړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ما ژاوژو وایي، پيکنګ په لیبیا کي د سیاسي واک د آرام انتقال هیله من دی .
د روسیې او چین مشرانو پداسي حال کي دا خبرې وکړې چي د فرانسي جمهور رئیس نیکولاس سارکوزي نن په پاریس کی د لیبیا د انتقالی شوری له مشر محمود جبریل سره ګوري. تمه ده چی سارکوزي به په لیبیا کي له قذافي وروسته حالت کي د سیاسي انتقال په لارو چارو خبرې وکړي.
سارکوزي په راتلونکو لسو روځو کي په پاریس کي د یوه نړیوال کنفرنس د جوړیدو غږ کړی تر څو په لیبیا کي د پخلاینې او یوه ډموکراټیک دولت ته د انتقال له عملیې سره مرسته وشي.
چين او د پخلاينې هڅې:
چین په لیبیا کي په سیاسي پخلایني ټینګار کوي او وایي، ملګري ملتونه باید د شخړو ځپلي هیواد لیبیا په بیا رغووني کي مخکښه ونډه واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا چي د معمرالقذافي رژیم د ړنګیدو په حال کي دی، د بهرنیو چارو وزیر یانګ ییچي د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون ته ویلي، په لیبیا کي د ثبات بیرته ټینګول ترټولو عاجل کار دی.
یانګ وایي، ملګري ملتونه باید له عربی اتحاد، افریقایي اتحادیي او نورو سیمه اېزو سازمانونو سره یو ځاي د لیبیا د جګړې وروسته حالت په چارو کي مخکښه ونډه واخلي.