هسپانیه چاپ فریدي خپرونه:
هسپانیې چاپ فریدي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په راتلونکي کې د مرکزي اسیا د ونډې او دا چې اروپایي اتحادیه په دې کار کې څه کولای شي، یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:
اروپایي اتحادیه د مرکزي اسیا د پالیسۍ په برخې کې ټينګار کوي، چې دا هېوادونه باید په افغانستان کې زیات دخیل شي، خو پوښتنه دلته چې د اروپایي اتحادیي دا دریځ به په عمل کې څه ډول وي؟ خپرونه لیکي:
اروپایي اتحادیه غواړي، چې مرکزي اسیا افغانستان ته د ترانزیتي لارې په برابرولو یا توافق سربېره، نوره زیاته ونډه هم واخلي.
د خپرونې په باور، د افغانستان له ثبات څخه د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم زیاته ګټه رسیږي، د مرکزي اسیا او افغانستان تر منځ فرهنګي اړیکي او اقتصادي تړاو ته په پام، د مرکزي اسیا دولتونه باید له لویدیځ سره په ګډه، په افغانستان کې زیاته او مثبته ونډه واخلي.
انډپنډنټ:
انګلستان چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د لیبیا او په خاص ډول د قذافي د رژیم د نسکورېدو وروسته حالاتو په اړه یوه تحلیلې مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:
دا څرګنده ده چې معمر القذافي واک له لاسه ورکړی، خو دا هم نه ده معلومه چې واک چا تر لاسه کړې دی، د رژیم مخالف وسله وال یاغيان چې دا مهال د مرکز طرابلس پر لور د حرکت په حال کې دي، د ګډ دښمن یعني د قذافي د رژیم پر ضد سره متحد شوي، خو په نورو برخو کې په یوه نظر نه دي.
د لیبیا د انتقال ملي شوری چې مرکز یي په بنغازی کې دی، یو شمېر هېوادونود لیبیا د قانوني حکومت په نامه په رسمیت پېژندلې، خو مشروعیت او صلاحیت یي تر پښتنو لاندې دی.
ورځپاڼه لیکي:
د افغانستان او عراق پېښې هڅونکي نه دي او یو ډول خبرداری دی، د طالبانو ضد ځواکونو هم د لیبیا په څير، د بهرنیو ځواکونو د هوائي حملو او قوت په برکت بری حاصل کړی و، خو په خواشنینۍ سره، هغوي په دغه موقتي بري سخت مغروره شول او په خپل ټول قوت یي هڅه وکړه چې د پښتنو قومونو پرضد یو رژيم رامنځ ته کړې.
انډپنډنټ لیکي:
امریکایانو چې کله په عراق کې د صدام حسین رژیم په اسانۍ سره ړنګ کړ نو په ځان یي باور بیخي زیات شو او د دغه هېواد پوځ یي هم منحل کړ.
د پخواني واکمن بعث ګوند غړي یي له دندو او واګ څخه لېرې کړل او هغوي ته یي له جګړې کولو پرته بل امکان ورنه کړ.
زیات شمېر عراقیان د صدام حسین د واکمنۍ په ختمېدو خوښ وو، خو د هغه پرځای د بل مشر د میندلو یا ټاکلو پر سر یي هېواد ویجاړ شو.
انډپنډنټ وړاندې لیکي:
په افغانستان او عراق کې بهرنیو طاقتونو پوځي بری، د خپل واک قوت وباله، د خپلو مخالفانو په وړاندې یي له کیني او انتقام څخه کار واخیست او داسې انګېرله چې هغوي به هیڅکله هم بیا سر راپورته نه کړای شي.
د افغانستان او عراق واکمنو سیاست والو ځانونه داسې قانع کړي وو، چې سېمه اېز متحدان یي د خلکو ریښتیني او اغیزمن استازی دي، خو حقیقت داسې نه و، دا د بري لومړۍ شیبې وي چې د راتلونکو مصیبتونو تخم یي وکاره.