د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

مشرانو جرګې د چارواکو په اړه کرزي ته شکایت ولیږه


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي خبردار ورکوي که بیا هم لوړ پوړو افغان چارواکو د دوي په عمومي غونډه کې له ګډونه ډ ډه وکړه او حاضر نه شوه، دوي به یې لوی څارنوالۍ ته ور وپیژني.

مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ خپلي عمومي غونډي ته د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر رنګین داد فر سپنتا او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست رحمت الله نبیل ورغوښتي وه، چې یو هم حاضر نه شوه.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اعلم ایزدیار چې د غونډې مشري یې کوله، وویل ولسمشر ته به خپل شکایت ولیږي او که بیا هم غوږ ورباندې ونه نیول شو، لوی څارنولی ته به یې ور وپیژني:

“په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت له خوا لیک ولسمشر ته لیږل کیږي، له ملي شورا سره د دوي د سرغړونو، پلمو او بې پروايي په اړه په څرګند ډول ویل کیږي او له ولسمشر څخه غوښتنه کیږي، که په چارواکو کې دغه ټکي د اصلاح وړ وي اصلاح دې شي که داسې نه کیږي، دغه چارواکي دې چوکۍ پریږدي.

که د دوي سرغړونې دوام وکړي د مشرانو جرګه یې له خپلې خوا څارنوالۍ ته ورپیژني”.

د سناتورانو په خبره، دا لومړی ځل نه دی، چې ځیني لوړ پوړي افغان چارواکي بېلابېلې پلمې کوي او د دوي غونډو ته نه حاضریږي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت هم د مشرانو جرګې انتقادونه پر ځای بولي او وايي، چې دوي یادو غیر حاضرو چارواکو ته پر وخت خبر ورکړی وو، خو ښاغلی سپنتا جرمني ته تللی، ښاغلي رسول له امریکا سره د ستراټیژیک تړون په اړه نوي څه نه درلوده او ښاغلی نبیل هم په یوه مهمه غونډه کې وو.

د دې وزارت ویاند نعمت الله بشروال ازادۍ راډیو ته وویل، چې پر داسې یوه مقرره کار کوي، چې د ملي شورا او دولتي چارواکو تر منځ ښه همږغي راولي او دغه ستونزې حل شي:

“په پارلماني چارو کې د دولت وزیر دغه موضوع په وار وار د وزیرانو شورا په عمومي غونډه کې یاده کړې ده، موږ پر یوه مقرره باندې کار کوو او دا مقرره به ژر بشپړه شي.

د وزیرانو عالي شورا دا تصویب کړه، چې د حکومت له خوا داسې یوه مقرره جوړه شي، چې دغه د دوي سلوک د ملي شورا په وړاندې تنظیم کړي.”

د ځینو کار پوهانو په خبره، ډیر کله چې مشرانو او ولسي جرګې ته لوړ پوړي افغان چارواکي ورغلي او د دوي پوښتنو ته یې ځواب ویلی، خو پر روانو نا امنیو او نورو ستونزو یې ښه اغیز نه دی کړی.

خو پر لوړ پوړو چارواکو بیا دا انتقادونه کیږي، هغه څه چې ملي شورا او خلکو ته وايي، په هغو خبرو عمل نه کوي، چې له امله یي ډیرې ستونزې پر ځای پاتې کیږي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG