د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

د فذافي مخالفينو د لیبیا د پایتخت ډېرې برخې نیولي

وسله وال یاغیان وايي، د پایتخت په ځینو برخو کې د دوی په وړاندې لږ څه مقاومت دوام لري.

راپورونه وايي، چې له قذافي پلوه ځواکونو سره له شپږ میاشتنۍ جګړې وروسته وسله والو یاغیانو د لیبیا د پایتخت زیاترې برخې نیولي دي.

وسله وال یاغیان وايي، دوی د طرابلس په مرکز کې زرغون میدان ته رسیدلي او د دې سیمې نوم يې د شهیدانو په میدان بدل کړی دی.

راپورونه د معمر قذافي د مخالفانو په حواله وايي، چې د طرابلس د نیولو پر مهال د دوی ځواکونه چې د پایتخت له لویدیځ څخه يې پرمختګ کړی، له کوم سخت مقاومت سره نه دي مخ شوي.

شپږ میاشتې وړاندې چې په لیبیا کې کومې حکومت ضد مظاهرې پیل شوي، اوس داسې ښکاري، چې د قذافي د ۴۲ کلني واکمنۍ نسکورولو ته نزدې شوې ده.

وسله وال یاغیان وايي، د پایتخت په ځینو برخو کې د دوی په وړاندې لږ څه مقاومت دوام لري او همدا شان نن سهار مهال د طرابلس په هغه سیمه کې چې د قذافي مرکز بلل کیږي؛ د سختو ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د طرابلس په نیول کیدو سره د لیبیا په ګڼشمیر ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راوتل او خپله خوښي يې څرګنده کړه.

خو دا لا معلومه نه ده، چې په خپله معمر قذافي چیرته دی.

د امریکا ولسمشر ویلي، په لیبیا جګړه پریکنده مرحلې ته رسیدلې او دا هیواد د یوه مستبد واکمن له ولکې څخه په خلاصیدو دی.

د برتانیې حکومت ویلي، اوس دا روښانه ده، چې د قذافي د رژیم اخري شیبې دي. لندن پر قذافي غږ کړی، چې د خپلو خلکو د لا نوري ویني تویدنې د مخنیوي لپاره دې واک پریږدي.

ناټو چې د هوايي بریدونو له لارې يې د لیبیا د حکومت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کړی، پیشنهاد کړی، چې د وسله والو یاغیانو سره همکارۍ ته چمتو ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، دوی ته تایید شوې، چې د قذافي زوی سیف الاسلام نیول شوی دی.

دغې محکمې قذافي او د هغه زوی سیف د بشريت ضد جرمونو په ترسره کولو تورن کړي دي.

دغه راز د قذافي بل زوی محمد قذافي په یوه تیلفوني تماس کې الجزیره تلویزون ته وویل، چې هغه هم د یاغیانو له خوا نظر بند دی.د فذافي مخالیفنو د لیبیا د پلازمېنې ډېرې برخې نیولي

راپورونه وايي، چې له قذافي پلوه ځواکونو سره له شپږ میاشتنۍ جګړې وروسته وسله والو یاغیانو د لیبیا د پایتخت زیاترې برخې نیولي دي.

وسله وال یاغیان وايي، دوی د طرابلس په مرکز کې زرغون میدان ته رسیدلي او د دې سیمې نوم يې د شهیدانو په میدان بدل کړی دی.

راپورونه د معمر قذافي د مخالفانو په حواله وايي، چې د طرابلس د نیولو پر مهال د دوی ځواکونه چې د پایتخت له لویدیځ څخه يې پرمختګ کړی، له کوم سخت مقاومت سره نه دي مخ شوي.

شپږ میاشتې وړاندې چې په لیبیا کې کومې حکومت ضد مظاهرې پیل شوي، اوس داسې ښکاري، چې د قذافي د ۴۲ کلني واکمنۍ نسکورولو ته نزدې شوې ده.

وسله وال یاغیان وايي، د پایتخت په ځینو برخو کې د دوی په وړاندې لږ څه مقاومت دوام لري او همدا شان نن سهار مهال د طرابلس په هغه سیمه کې چې د قذافي مرکز بلل کیږي؛ د سختو ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د طرابلس په نیول کیدو سره د لیبیا په ګڼشمیر ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راوتل او خپله خوښي يې څرګنده کړه.

خو دا لا معلومه نه ده، چې په خپله معمر قذافي چیرته دی.

د امریکا ولسمشر ویلي، په لیبیا جګړه پریکنده مرحلې ته رسیدلې او دا هیواد د یوه مستبد واکمن له ولکې څخه په خلاصیدو دی.

د برتانیې حکومت ویلي، اوس دا روښانه ده، چې د قذافي د رژیم اخري شیبې دي. لندن پر قذافي غږ کړی، چې د خپلو خلکو د لا نوري ویني تویدنې د مخنیوي لپاره دې واک پریږدي.

ناټو چې د هوايي بریدونو له لارې يې د لیبیا د حکومت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کړی، پیشنهاد کړی، چې د وسله والو یاغیانو سره همکارۍ ته چمتو ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، دوی ته تایید شوې، چې د قذافي زوی سیف الاسلام نیول شوی دی.

دغې محکمې قذافي او د هغه زوی سیف د بشريت ضد جرمونو په ترسره کولو تورن کړي دي.

دغه راز د قذافي بل زوی محمد قذافي په یوه تیلفوني تماس کې الجزیره تلویزون ته وویل، چې هغه هم د یاغیانو له خوا نظر بند دی.
XS
SM
MD
LG