د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د مسجدالحرام د پراختيا چارې پيل شوې


په داسی حال کې چې بیلابیلوهیوادونو عربستان ته دحاجیانو دلیږلو اقدامات پیل کړي او سږکال دیرش زره افغان حاجیان عربستان ته ځی ، ددغه هیواد حکومت دحرم شریف له ټولو لویه پراختیا او توسعه پيل کړه .

شاه عبدالله دسعودی عربستان پاچا دتیری جمعې په ورځ په خاصو مراسمو کی دمسجد الحرام دپراختیا دبنسټ ډبره کیښوده . دغه پروژه دلسو ملیاردو او شپږسوه ملیونو ډالرو په لګښت ترسره کیږي .

د عربستان پاچا وویل چی دحرم شریف توسعه او پراختیا د ټولو مسلمانانو لپاره ده .

دمسجد الحرام توسعه او پراختیا په څلور زره مترمربع ځمکه ترسره کیږي چی ددو ملیونو حاجیانو لپاره به ځای برابر کړي . لس زره کارګر د دغې پروژی دترسره کولو لپاره ګمارل شوي دي .

ددغی پروژی په ترڅ کی د ګڼه ګوڼې د مخنیوي په مقصد د پياده حاجیانو لپاره څو پلونه او نورتاسیسات هم جوړیږي.

د عربستان حکومت حاجیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره په وروستیو کلونو کی په ملیاردو ډالر لګولی دی.

دمسجد الحرام او په مکه کی دحج دمناسکو دنوروځایونو لکه منی ، عرفات او مزدلفی ترمنځ یی یو میټرو هم تیرکال افتتاح کړ چی یواځی دحج په مهال چلیږي .

شاوخوا شپږ ملیونه مسلمانان هرکال دحج او عمری لپاره مکی معظمې ته ځی .

دسعودی عربستان حکومت دلسو ملیارډو په لګښت دمکی معظمې ، مدینی منوری ، او جدی ترمنځ دیو ګړندی اورګاډی دجوړولو پروژه هم لري .

دسعودی عربستان داورګاډی دکرښو اداری دغه پروژه مناقصې ته وړاندی کړې او دهسپانیی په شمول یی تروسه د څو هیوادونو وړاندیزونه ترلاسه کړي دي .

سره له دې چی دمسجد الحرام پراختیا روستی ځل په ١٩٨٠ کلونو کی شوې وه خو دحاجیانو زیاتیدونکي شمیر یوځل بیا د پراختیا ضرورت رامنځته کړ.
XS
SM
MD
LG