راپورونه وايي چې د متحده قومي غورځنګ یا ایم کیو ایم وسلوال چې د اردو ژبو ګوند دی د ښار په بیلابیلو برخو کې د پیپلز ګوند له سیندي پلویانو سره په نښتو او جګړو کې ښکیل شوې دي .
د کراچۍ د پولیسو مشر واجد دراني خبریالانو ته ویلي ، تیره شپه تر لسو زیاتو موټر سایکل سپرو پر اورنګي ښارګوټي کې د پولیسو پر ګزمه برید کړی دی چې درې پولیس افسران یې وژلي دي او دیرش تنه نور یې ټپیان کړي دي .
په دې ښار کې دې شخړو وروسته له هغې زور اخیستي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د واکمن پیپلز ګوند پخواني پارلماني غړی احمد کریمداد د روژه ماتي پر وخت په یو رستورانټ کې ووژل شو .
که څه هم د دې وژنې مسوولیت کوم لورى پر غاړه نه و اخیستى خو شک یې پر ایم کیو ایم یا له هند څخه کراچۍ ته د تللیو مهاجرو پر غورځنګ کیده .
له دې پېښې وروسته دواړو لوریو د یو بل کسان تښتولې ، شکنجه کړي، وژلي او د هغوی جسدونه یې پر سړکونو غورځولي دي .
د کراچۍ د پولیسو یو بل لوړپوړي چارواکي عامر فاروقي د جرمني خبري اژانس ته ویلي په تیرو څلور ورځنیو شخړو کې د وژل شویو کسانو شمیر له پنځه اویاوو څخه اوښتی دی .
نوموړي ویلي لږ تر لږه اووه کسان د شنبې په ورځ او دوه ویشت تنه نور په پرونیو شخړو کې وژل شوي وو .
له هند څخه کراچۍ ته د تللیو مهاجر د متحد قومي غورځنګ او د پیپلز ګوند ترمنځ اړیکې ډیرې پیچلې دي .
دوی له ۲۰۰۸ م کال څخه هم په ایالتي او هم د پاکستان په ملي سطحه په ایتلافي حکومتونو کې په وار- وار ایتلافونه کړي او مات کړي دي .
د پیپلز ګوند د پارلمان دغه پخوانی غړی په داسې حال کې وژل شوی چې داوړه لوري د زیانمنو شویو اړیکو د جوړولو په خاطر په مذاکراتو بوخت وو .
په کراچۍ کې د پیپلز ګوند ډیر غړي ځايي سیندیان دي خو د متحده قومي غورځنګ غړی بیا ډیر هغه هندي مهاجر دي، چې په 1947 م کال کې له هندوستان څخه کراچۍ ته مهاجر شوې دي .
د ۱۹۸۰ لسیزې راهېسې د دې دواړو لوريو ترمنځ جګړو او وخت په وخت نښتو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي .
متحده قومي غورځنګ چې کراچۍ کې د مهاجرو په نوم یادیږي تر دې مخکې يې په دې ښار کې له میشتو پښتنو ، پنجابيانو ، او بلوڅانو سره هم جګړې کړي دي .
د ایدهي د مرستندویه ادارې ویاند فراز علي ویلي ، په روان کال کې د کراچۍ په سیاسي او قومي شخړو کې نژدې یونیم زر کسان وژل شوي دي .