د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

د معترضو کانديدانو د اعتراض دوام به څه نتايج ولري؟


داود سلطانزوى
داود سلطانزوى
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې د ولسي جرګې ځینې غړي به سلب صلاحیت شي او پر ځای به یې یوشمېر نور کسان ولسي جرګې ته معرفي شي خو ټول ۶۲ کسان به، چې اختصاصي محکمې په درغلۍ تورن کړي او له ولسي جرګې څخه یې د هغوی د ایستلو غوښتنه کړې، د جرګې له غړیتوبه محروم نه کړي.

د افغانستان د انتخاباتي درغلیو د څېړنې لپاره ځانګړې محکمې د ولسي جرګې ۶۲ غړي په درغلۍ محکوم کړل او د هغو پر ځای یې ۶۲ نور کاندیدان مستحق وبلل چې وروسته د استیناف محکمې هم د اختصاصي محکمې پرېکړه تایید کړه خو د کابل استیناف محکمې د وروستۍ فیصلې مسوولیت ولسمشر کرزي ته وسپاره.

د افغانستان ولسمشر د انتخاباتو له خپلواک کمیسونه وغوښتل چې د استیناف محکمې له حکم سره سم پرېکړه او اجراات وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ځینو غړیو رسنیو ته ویلي چې ممکن د اوسنۍ ولسي جرګې یوشمېر غړي، چې دوی یې شمېر د لسو او اوولس تنو ترمنځ یادوي، بدل شي.

معترضو کاندیدانو ویلي چې باید د انتخاباتو خپلواک کمیسون د محکمې حکم عملي کړي کني دوی به اعتراضونو ته دوام ورکړي.

خو که د انتخاباتو کمیسون د محکمې پرېکړه قسماً عملي کړي، د دوی عکس العمل به څه وي؟
د معترضو کاندیدانو له یوه مخکښ غړي داوود سلطان زوی سره عصمت څاروان په همدې موضوع مرکه کړې

دا مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ

XS
SM
MD
LG