د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۹

افغان ډاکټران د ناامنیو له امله لیرې پرتو سیمو ته نشي تلای


په داسې حال کې چې د هېواد د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکي، د دوي په سیمو کې د تکړه ډاکترانو او مجهزو روغتیایي وسایلو له کموالي شکایت کوي.

زیاتره ډاکتران په کابل او نورو لویو ښارونو کې راټول شوي دي، نن سبا د کابل او نورو لویو ښارونو د اپارتمانونو په هره کړکۍ، د ډاکترانو درې درې او څلور څلور لوحې تر سترګو کیږي.

د دې ښارونو په ځینو ځایونو کې لیدل کیږي، ډاکترانو ان له عادي دکانونو څخه هم معاینه خانې جوړې کړي دي.

افغان ډاکتران وایي، په لېرې پرتو سیمو کې دوي ته د ډاډمن خدمت کولوشرايط نه دی برابر شوي.

افغان ډاکتر کریم اله څرګند، لیرې پرتو سیمو ته د ډاکترانو د نه تګ علت داسې په ګوته کړ:

«یو ستونزه د ناامنی ده، بله اقتصادي، په انجیوګانو کې یو ساده ترجمان هم یوزرو پنځه سوه ډالر اخلي، خو ډاکتر ته په لېرې پرتو سیمو کې پنځه سوه ډالر په لاس نه ورځي.

بله د دوي د ماشومانو د زده کړې ستونزه ده، چې په ځینو سیمو کې د نا امنو له امله زده کړې نه شي کېدای»

د عامې روغتیا وزارت وایي، اوس مهال د هېواد شپیته فیصده د روغتیایي خدماتو تر پو ښښ لاندې شوی او له دې هم انکار نه کوي چې داسې لیرې پرتې سیمي هم شته چې روغتیایي خدمات په ډیرې سختی ور رسیږي.

د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکی وایي، بې وسه خلک د دوي ډیر بیړني ناروغان هم، کله کله له کلیو او بانډو څخه د ولسوالیو تر روغتیایي مرکز یا کلینیک پورې هم نه شي رسولای.

دوي وایي، په لېرې پرتو سیمو کې نه یوازې دا چې تکړه ډاکتران په کې لږ دي، بلکه په روغتیایي مرکزونو کې یي مجهز روغیتایي وسایل هم نه لیدل کیږي.

د ستونزې په هکله د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د یوې لېرې پرتې سیمي اوسیدونکي حاجي طاووس سره وغږیدو:

«زه د لېرې سیمي څخه یم، هلته تکړه ډاکتران او روغتیایي وسایل نشته، خلک ډیر دي، خو د روغتیایي خدماتو ستونزه لري او پاتې شوه ښځه ډاکتره چې په ټوله ولسوالۍ یوه یا دوه شته او بس.»

د کندهار ولایت یو تن اوسیدونکي کندهاري له دولت او بهرنیو موسسو غواړي چې د ستونزې کموالي ته دې تدابیرجدي کړي:

«اوس مهال په ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه بسیاینه نه شي کولای، ډاکتران هم کم دي او روغتیایي وسایل هم کم .

دولت او بهرنیو موسسو ته پکار ده، چې دا ستونزه کمه کړي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، سره له دې چې په وروستیو شاوخوا لسو کلونو کې په روغتیایي خدماتو، روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو اوس هم د ډاکترانو له کمښت سره مخ دی.

دا وزارت وایي، په تازه شپو ورځو کې یي، د یو، اس ای ډی او د روغتیا د نړېوال سازمان په مرسته د روغتیایي خدماتو د کیفیت د تضمین
ستراتیژي بشړه کړې او له پلي کېدو سره به یي، د روغتیایي خدماتو هره نیمګړتیا، ورو ورو له منځه یوړل شي.

د دې وزارت ویاند ډاکتر کارګر نوراوغلي ازادۍ رادیو ته وویل، چې
داسې یوه طرح یي هم ترتیب کړی چې په کې د ډاکترانو او د لیرې پرتو سیمو ستونزې ذکر او اواري ته یي تدابیر په ګوته شوي دي.

ډاکتر نوراوغلي د طرحې په هکله ازادۍ رادیو ته وویل:

«موږ د سږ کال له پیل څخه یو نوی پروګرام ترتیب کړ، چې څنګه وکړای شو په لېرې پرتو سیمو کې بشري منابع په مساوي توګه وویشو.

هغه سیمي چې د متخصصینو له کموالي سره مخ دي، د متخصصینو د نومرو معیار مو ورته ټیټ کړی.

مثلا په کابل کې د کامیابۍ نومره پنځوس وي، په ولایتونو کې مو دیرش په پام کې نیولی دی، دا کار د دې لامل کیږي چې ولایتونه او لېرې سیمي هم کادرونه ولري او کله چې دا کادرونه په دندو ګمارل کیږي باید ژمنه وکړي چې د روغتیایي خدمت یوه، دوه کلنه یا درې کلنه دوره په ولایتونو کې تیره کړي»

کارپوهان وایي، داسې ډاکتران هم شته چې د زیاتو پیسو د لاسه ته راوړلو په مقصد یي خپل مسلک پرې ایښی او خصوصي سکتور ته تللی دی.

کارپوهان دا هم وایي، دولت ته پکار ده چې په مربوطو ادارو کې د ډاکترانو ساتلو ته منظم پلان ترتیب کړي.

ترڅو نه ډاکتر فرار ته اړ شي او نه لېرې پرتې سیمي له روغتیایي خدماتو بې برخې شي.

خان محمد سیند، کابل
XS
SM
MD
LG