د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

اوباما: د ناروې د وژنې غوندې حملې موږ ته قوي ګواښ دى


د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما وایي، د امریکا متحده ایالاتو ته دا مهال د منظمو تروریستی ډلو د عملیاتو په نسبت د ناروي د ډله اېزې وژنې په څېرد هغو تروریستانو د حملو ګواښ زیات او قوي دی چی په یوازي ځان حملې کوي.

جمهور رییس اوباما له سي ان ان تلویزیون سره مرکې کې وویل، یو کس چي د کرکې او دښمنۍ د مفکورې تر اغیز لاندي وي د حکومت لپاره ګرانه ده چي پر ضد یی عملیات وکړې:

“ زموږ ستره اندیښنه دا مهال د کومې سترې تروریستي حملې په اړه نه ده ، که څه هم چی دا خطر تل موجود دی. د کوم خطر په اړه چی موږ په خاص ډول اندیښمن یو هغه د تروریستانو هغه حملې دې چي په وسلو سمبال یو کس په یوازې ځان د سترې ډله ييزې وژنې حملې کوي ، لکه په ناروي کې چي موږ په دې وروستیو کې ولیدل”.

جمهور رئیس اوباما وویل، په تېرو لسو کلونو کې د القاعده شبکې د توان کمولو په اړه زیات پرمختګ شوی دی.

القاعده شبکه په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مي تروریستی حملو کی په لاس درلودلو تورنه ده.

جمهور رییس اوباما زیاته کړه، چارواکو د سپتمبر د تررویستي حملو د لسمې کلېزې په درشل کې د احتمالي خطر په وړاندي د دولت د څار او خبرتیا درجه پورته کړې ده.
XS
SM
MD
LG