د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

په تاجکستان کې دیموکرات ګوند نوي غړي جذبوي


د يوه ښوونځي سرښوونکي فيض الله فياض اوف، چې په سُغد ولايت کې د تاجکستان د ديموکراتيک ګوند د اپوزيسيون د ولايتي څانګې مشر هم دی، پرون(دوشنبې) ازادۍ راډيو ته وويل، چې د سيمې د پوهنې رياست د ټولو ښوونځيو سرمعلمانو ته ويلي، چې ګوند ته له پنځو تر لسو داسې نوي غړي جذب کړي چې درست له پوهنتون څخه فارغه وي.

خو په خجند کې د تاجکستان د ديموکراتيک ګوند فعال انورجليل اوف ازادۍ راډيو ته وويل، چې په ګوند کې شموليت جبري نه بلکې په رضا دي.

ده دا خبره رد کړه، چې ګنې خلک مجبوره کړای کېږي چې د تاجکستان د ديموکراتيک ګوند غړي شي، ده دا هم وويل هغه خلک چې دا ډول ادعاوې کوي ثبوت دې وړاندې کړي.

تاجک کارپوهان وايي، څرنګه چې دا ډول امرونه شفاهي کېږي، ګرانه ده چې څوک دې يې ثابت کړای شي.

د سياسي چارو يوه کارپوه تيلوف رسولزاده ازادۍ راډيو ته وويل، واکمن ګوند چې واکمن ګوند له دې بېريږي چې تعليم يافته خلک به په مخالفو ګوندونو کې شامل شي.

د سياسي چارو کتونکي مردان حاجي پور وويل، د تاجکستان ديموکرايتک ګوند غواړي چې د نورو ګوندونو په مقابل کې تر ټولو ښه او زيات تعليم يافته غړي ولري.

حاضر دمه په سُغد کې د تاجکستان ديموکرايتک ګوند تر ټولو لوی ګوند دی، دا ګوند په سغد کې اته څلوېښت زره غړي لري چې ويل کېږي شل زره يې ليسانسه دي.

راپورونه وايي، چې څوارلس زره نور يې بکلوريا يا دولسم پاسي دي خو څوارلس زرو يې ښوونځي نه دي بشپړ کړي.

په سُغد کې د مخالفانو مهم ګوند د تاجکستان د اسلامي رينسانس يا احيا ګوند دي، چې شاوخوا ديارلس زره غړي لري.
XS
SM
MD
LG