د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۰

لیبیا:مخالفینو خپل حکومتي ځواکونه د طرابلس خواته محدود ساتلي


د لیبیا د حکومت مخالف وسله وال ادعا کوي، چې د پایتخت لویدیځ لورته د سورمان او جنوب ته يې د غریان ښارګوټي نیولی او حکومتي ځواکونه يې د طرابلس خوا ته محدود ساتلي دي.

د مخالفو وسله والو یوه ویاند عبد السلام عثمان د فرانسې خبري اژانس ته وویل، دا پرمختګ دا معنا لري چې د پایتخت طرابلس او تونس تر منځ د اکمالاتو لارې تړل شوي دي.

هغه وویل، وسله والو اوس د الزاویه او سورمان ترمنځ د غزیدلې لوي لارې پینځلس کیلومتره په خپل کنټرول کې لري، خو د عثمان په وینا په بشپړه توګه د الزاویه ښار د نیولو لپاره جګړه لا هم دوام لري.

مخالف وسله وال وايي، دوي د سورمان ښارګوټي په جګړه کې ۴۰ افریقايي اجیر جنګیالي هم نیولي دي.

د غریان ښار ګوټي په اړه حکومت ضد وسله وال وايي، چې دغې سیمې ته تلونکې ټولې لارې د دوي په لاس کې دي، خو د ښار مرکزي برخه لا هم د قذافي پلوو ځواکونو تر واک لاندې ده.

په یوه بل تحول کې د لیبیا مشر معمر قذافي تیره ورځ په یوه تیلیفوني وینا کې چې د لیبیا دولتي تلویزون خپره کړې پر خلکو غږ وکړ، چې وسلې پورته او د هغه په وینا د پلار نیکه له خاورې دفاع وکړي.

قذافي وویل:

(دا بمباري به پای ته ورسیږي او په خلیج کې دا خره به هم ختم شي.

د لیبیا خلک او انقلاب به پاتي وي، هر وخت پر مخ لاړ شۍ مقاومت وکړی خپلې وسلې راواخلۍ.

له خاینانو څخه د لیبیا د ازادولو جګړه وکړی د یو میلیوني مارچ لپاره چمتو شي چې خپله د پلار نیکه او مشرانو خاوره پاکه کړو.)

بل لو ر ته د الزاویه ښار د جګړې په اړه د وسله والو یاغیانو یوه قومندان بشری احمد علي د فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې د دوي جنګیالیو یوازې درې کیلومتره په الزاویه کې پرمختګ کړی دی.

نوموړي ویلي، د جګړې په لومړېو کرښو کې په تیره یوه ورځ کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي او دوي ۵۲ قذافي پلوه سرتیري يې نیولي دي.
XS
SM
MD
LG