د افغانستان ولسمشر کرزي وویل ، نړۍ ته د افغانستان د احتیاج یوازینی علت دا دی چې افغانان له پرمختللوعلومو څخه وروسته پاتې دی.
ولسمشر دا خبره د یکشنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې هغو افغان محصلینو او استادانو ته وکړه، چې په پام کې ده د لوړو زده کړو لپاره هندوستان او ترکیي ته ولاړ شي.
ښاغلي کرزی محصلانو او استادانو ته د ده په خبرو کې وویل، غواړي بهر ته د علومو د زده کړې په مقصد د افغان محصلانو د لیږلو لړۍ نوره تیزه او پراخه کړي:
«سږ کال مو پنځه میلیونه ډالره ځانګړې کړي، کال ته به لس پیدا کړو، بل کال ته به دا اندازه نوره هم پورته کړو، ترڅو د هېواد زلمیان بهرنیو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو لپاره واستوو.
خوسپارښتنه مو دا ده، چې په بهر کې یوه ثانیه هم ضایع نه کړي او له لوړو زده کړو سره هېواد ته راستانه شي.»
ښاغلي کرزي دا هم وویل، له نن څخه شاوخوا اتیا کاله دمخه د هېواد پاچا امان اله دا تصمیم نیولی و چې د هېواد ځوانان یي باید له بهرنیو هېوادونو څخه علوم راوړي او اوس خوښ یم یو ځل بیا دا لړۍ د دولت په مالي لګښت پیل شوه.
یوه محصل جلال الدین افغان د نورو په استازیتوب ولسمشر ته ژمنه وکړه چې د هېواد بې وزلی به په نظر کې نیسي او له بهر څخه به د علومو له ډکې ځولې سره راستنیږي:
«د محصلانو په استازیتوب له ولسمشر څخه مننه کوم او ژمنه کوم، چې د هېواد د بې وزلو، کونډو رنډو او یتیمانو بې وزلي به په نظر کې لرم او هېواد ته به علوم راوړم.»
د افغانستان د لوړو زدوه کړو د وزارت د معلوماتو له مخې افغان محصلان له هندوستان او ترکیي سره د شوې تفاهم ناامني له مخې د دولت په لګښت یاد هېوادونو ته لیږل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د زیاتره پوهنتونونو محصلان او استادان په پوهنتنونو کې د تکړه استادانو او مجهزو وسایلو له کموالي شکایت کوي.
خو د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د وزارت د ستراتیژیک پلان له مخې په پام کې ده، چې هر کال د هېواد یو شمېر محصلان د لوړو زده کړو په مقصد بهرنیو هېوادونو ته ولیږل شي.
خان محمد سیند، کابل