د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

اوباما: د جمهوريت غوښتونکو او ډيموکراتانو شخړې د امريکا اقتصاد زيانمن کړى


ولسمشر اوباما
ولسمشر اوباما
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما نن له کانګرس څخه په ټينګه وغوښتل چې سیاسي خنډ اچول دې بند کړې، او وایی، د ډيموکراټانو او جمهوریت غوښتونکو ترمنځ جګړې د امریکا اقتصاد زیانمن کړی دی.

جمهوریت غوښتونکو، د روانې میاشتي په سر کې د امریکا حکومت د خپلو پورونو د نه ادا کولو حالت ته نږدي کړی و او استدلال یي کاوه ، که جمهور رئیس د حکومت لګښتونه کم نه کړي، دوي به د حکومت د پورونو اخیستلو اندازه زیاته نه کړي.

جمهوررئیس اوباما د اوونۍ په راډیویي وینا کې نن وویل، د ګوندونو سیالیو د خلکو اعتبار له منځه وړی او اقتصاد یي شا ته کړی دى:

“ موږ نه شو کولاى ګوندیزو سیالیواو ګټې اخیستنو ته اجازه ورکړو، چی زموږ په مخ کې خنډ شي. له راتلونکو انتخاباتو تر مخه، ددي ډول مفکورې درلودل د کارونو له سمون څخه مهم شوي دي. همدا علت دی چې موږ یي شاته کړي یو.

حقیقت دا دی چې د کانګرس ځیني غړي ممکن د امریکا د بري په نسبت د خپلو مخالفانو په بایللو خوښ وي”.


جمهور رئیس اوباما پر کانګرس غږ وکړ چې د معاشونو د مالیو کمښت دي وغزوي، د ساختماني چارو بي روزګاره شوي کاریګر دي بیرته په جوړونکو پروژو کې وګماري ، سوداګریز تړونونه دي خلاص کړي، د سوداګرو او پانګوالو له مخي دي بندۍ لیري کړي.
XS
SM
MD
LG