د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۵

د پخواني شوروي ۶ جمهوریتونو د افغانستان په اړه غونډه وکړه


دغه هيوادونه په لسګونو او سلګونو پريکړې کوي، خو د مسالو په حلولو کې دا سازمان خورا کمزوري دي
دغه هيوادونه په لسګونو او سلګونو پريکړې کوي، خو د مسالو په حلولو کې دا سازمان خورا کمزوري دي
د پخواني شوروي اتحاد د شپږو جمهوريتونو مشرانو د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه غونډه وکړه. دوی دا مساله وڅيړله چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به له دغه هيواده منځنۍ اسيا ته څه ګواښ وشي.

مخکې تر دې چې د امنيتي ګډو ګټو د سازمان غيررسمي سرمشريزه پرون پيل شي د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربياييف وويل، دا مساله به په غونډه کې وڅيړل شي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته پر سيمه څه ډول اغېز پريوزي.

د امنيتي ګډو ګټو په سازمان کې د قزاقستان تر څنګ، ارمنستان، بيلاروس، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان هيوادونه شامل دي، خو پرون د ازبکستان ولسمشر و نه توانيده، چې د قزاقستان په مرکز استانه کې په دې سرمشريزه کې برخه واخلي.

د تاجکستان د سياستوالو د ملي ټولنې مشر عبدالغني محمد عظميوف ازادۍ راډيو ته وويل، چې د ګډو ګټو سازمان پريکړه کوي خو عمل نه کوي:

″دغه هيوادونه په لسګونو او سلګونو پريکړې کوي، خو د مسالو په حلولو کې دا سازمان خورا کمزوري دي.″

اسوشيېټډ پرېس اژانس څرګندوي چې دغه تړون تر ډيره ماسکو هڅوي څو له ناټو سره يو ډول تعادل رامنځته کړي.

په افغانستان کې مشکوک تروریستان روزل کیږي؟

د ګډو ګټو د امنيتي سازمان مشر نيکولای برديوژا تيره اونۍ په ماسکو کې د روسيې له ولسمشر ديميتري ميدفيديف سره وليدل او د خبرو پر مهال يې وويل، چې په افغانستان کې مشکوک ترورستان روزل کيږي او دغه کسان منځنۍ اسيا ته په يوه تهديد بدل شوی دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو د پام وړ ځوانان په افغانستان کې په کمپونو کې روزل کيږي او له دې سره دا ويره شته چې ترورستي ډلې پر منځنۍ اسيا بريدونه وکړي.

نوموړي په ماسکو کې د روسيې له ولسمشر سره د خبرو په وخت دا هم وويل، چې موږ له لويه سره په نړيواله کچه او هم په سيمه ييزه انديښمن يوو او دا انديښنه له دې درکه ده، چې افغانستان پر منځنۍ اسيا اغيز لري.
XS
SM
MD
LG