د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

پاکستان د ګڼو لانجو په ګرداب کې


په دې ورځو کې له پاکستانه تر ټولو دردوونکى خبر چې خپرېږي، د تاوتريخوالي يا نورو مسايلو په باب نه دى، چې د خلکو پام ځان ته وراړوي. د بريتانوۍ موسسې اکسفام په تازه راپور کې ويل شوي، چې په دې هېواد کې نژدې ٦٠ مليونه خلک د سو تغذي يا خوارځواکۍ له ستونزې سره مخامخ دي.

په هافينګټن پوسټ ورځپاڼه کې د ليکنې ليکوال مايکل کوګلمن ليکي:

پاکستان د سخت دريځو وسلوالو د تاوتريخوالي له کبله ډېر ځپل شوى، دغه هېواد وايي په روان ميلادي کال کې د تاوتريخوالي له کبله ٣٠ زره خلک وژل شوي يا هم ټپيان دي.

خو بهرنۍ رسنۍ د پاکستان خلکو ته بله مسئله عمده ګواښ ګڼي. اکسفام نړيوالې موسسې لويه ستونزه لوږه ګڼلې، د تېر کال تر سېلابونو مخکې چې له کبله يې په پاکستان کې دوه مليونه هکټاره ځمکه تخريب شوه، د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام اټکل کړى و، چې په پاکستان کې به ٧٧ مليونه خلک د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ شي.

د خوراکي موادو د کموالي تر څنګ د اوبو کموالى بله جدي ستونزه ده چې پاکستان ورسره لاس و ګرېوان دى.

د پاکستان درېيمه برخه خلک د څښاک له پاکو اوبو بې برخې دي، د اوبو له کبله ناروغي د کاله د دوولس لکه خلکو او د ورځې د ٦٣٠ ماشومانو ژوند اخلي.

په دې هېواد کې بله ستونزه د پوهنې ده، چې زيات خلک ورڅخه بې برخې دي. په پاکستان کې د ٧٠ مليونه ماشومانو له ډلې، چې بايد ښوونځي ته لاړ شي، څلوېښت مليونه ماشومان ښوونځيو ته نه شي تلاى.

د انرژۍ ستونزه هم يادولاى شو چې د پاکستان خلک د ورځې يوازې شل ساعته برېښنا لري، دې مسئلې هم د پاکستان صنعت په ګونډو کړى دى.

د دغو ټولو ستونزو په ترکيب کې اداري فساد نغښتى دى، چې له سرچينو او خدماتو څخه استفاده محدودوي.

د مقالې د ليکوال مايکل کوګلمن په باور دغو محروميتونو د امريکا او پاکستان ترمنځ کړکېچ زيات کړى دى. د پاکستان خصومت له شک پرته د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو له کبله دى، دا باور هم په دې مسئله کې خپل نقش لري، چې واشنګټن د پاکستان د اکثريت نفوس د اړتياوو پروا نه ساتي.

که څه هم د سخت دريځۍ په وړاندې د مبارزې، د ثبات د راوستلو او نورو امنيتي ژمنو د پرځاى کولو لپاره د امريکا توافقات په لومړيتوبونو کې دي، امريکا د دې هېواد د خلکو اقتصادي اړتياوې هم په پام کې لري.

په ٢٠٠٩م کال کې د کيري لوګر بيرمن لايحه له پاکستان سره د يونيم مليارده ډالرو په ارزښت د ملکي مرستو د قانون په توګه تصويب شوه. د مقالې ليکوال وايي، امريکا د دې لايحې تر تصويب مخکې هم له پاکستان سره د مرسته کوونکو په سر کې راتله.

ستونزه دلته ده چې د امريکا د بيروکراسۍ له کبله دغه مرستې ځنډول شوي يا نه دي ورکړل شوي. هغه پيسې چې ورکړل شوي، د پاکستان د کمزوري حکومتوالۍ له کبله اړو خلکو ته نه دي رسېدلي. اوسني وضعيت ته په پام سره، ښايي د امريکا دغه مرستې کمې شي.

اکثره پاکستانيان د مرستو د دې کمېدو ملاتړ کوي او وايي هېواد به يې نورو ته مخه کړي. هغه موضوع چې پوښتنې له ځان سره لري، دا ده چې د پاکستان او د دې هېواد د عمده مرستندويانو لکه چين او سعودي عربستان ترمنځ اړيکې هم خړې پړې شوې دي.

چين ادعا کوي، سخت دريځو وسلوالو چې د دغه هېواد په سين کيانګ کې حملې وکړې، د پاکستان په قبايلي سيمو کې روزل شوي وو او د راپورونو له مخې اوس چين غواړي هلته خپل سرتېري ځاى پر ځاى کړي.

سعودي عربستان له تهران سره د پاکستان له لوري د اړيکو د ښه کېدو مسئلې ته اندېښنه لري، که څه هم له دغو دواړو متحدانو سره د اسلام اباد اړيکې ښې دي.

که داسې فکر وشي چې د دغو دوو هېوادونو چين او عربستان مرستې به د امريکا د مرستو تشه ډکه کړي، دا به سادګي وي.

د ليکوال په باور، دا ټکى ښيي چې په حقيقت کې واشنګټن او اسلام باد دواړه يو او بل ته اړتيا لري. خو د خپلو ګټو په خاطر دواړه هېوادونه نه شي کولاى د يو بل زياتې اړتياوې ومني.
XS
SM
MD
LG