د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۸

یو شمېر سوداګر: د سوداګرۍ او صنایعو خونه د بیو په کنټرولو کې پاتې راغلې


د افغانستان د ملي متشبثینو بورډ په نوم د سوداګرود یوه سازمان چارواکي
د افغانستان د ملي متشبثینو بورډ په نوم د سوداګرود یوه سازمان چارواکي
یو شمیر سوداګرو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د چارواکو هغه خبرې تشې ژمنې وبللې، چې له روژې مخکې یې ویلي و، بیې به کنټرولوي او د ځینو خوراکي موادو بیې به راټیټوي.

د افغانستان د ملي متشبثینو بورډ په نوم د سوداګرود یوه سازمان چارواکو د سې شنبې په ورځ همداراز د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي په خپلو فعالیتونو کې پاتې وبلل او انتقاد یې پریې وکړ، چې په سمه توګه د خصوصي سکتور استازیتوب نه شي کولای.

د دې بورډ یوه غړي ډاکتر محمد عثمان وویل، د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکو ژمنه کړې وه، چې په روژې کې به د ځینو خوراکي موادو بیې آن دېرش سلنه راټیټېږي، خو د دې برعکس وشول:

″زموږ د سواګرۍ خونې اعلان کوي، چې د روژې په مبارکې میاشتې کې موږ بیې دېرش فیصده را ټیټوي. خو د دې برعکس موږ وینو، چې د ټولو خوراکي موادو بیې، دېرش، څلویښت ان پنځوس فېصده لوړې شوي دي.

د سوداګرۍ خونه هره ورځ اعلان کوي، چې موږ خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته کوي، دوی هیڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.″

د افغانستان د ملي متشبثینو بورډ دوه کاله مخکې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په وړاندیز او د جمهور رییس په منظورۍ په کار پيل وکړ.

خو چارواکي یې وايي، غړي یې انتخابي دي او په خصوصي سکتور پورې اړه لري.

د دې بورډ چارواکو له دولت نه وغوښتل، چې په باراز باندې سمه څارنه وکړي او ټینګار یې وکړ، چې ټول لوري باید یو موټی شي او د خلکو په ګټه دې د بازار د کنټرولو لپاره کار وکړي.

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي بیا د دغه بورډ انتقادونه ردوي او وايي، دا یو دولتي شورا ده او د چارواکو په اشارې خبرې کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي همداراز ازادي راډیو ته وویل، چې د بیو ټیټوالي له پاکستان سره د ترانزیتي ستونزې په هواري پورې تړلی دی، هغه څه چې په پوره توګه نه دي شوي:


″موږ د دې لپاره تدابیر نیولي، چې موږ باید نرخونه راټیت کړو، ځکه موږ دې ته پېش بین وو، چې هغه ۲۵ زره ټنه مواد چې په کراچۍ کې پراته دي، هغه باید زموږ دولت را انتقال کړي او دې زمینه باید مساعده کړي، چې راشي.

اوس د ورځې ۲۵ موټرونه له تورخم راتېریږي، حال دا چې د ورځې باید ۴۰۰ موټره راتېرېدلی، دا د تجار وظیقه نه ده، د خصوصي سکتور وظیفه نه ده، د ترانتزیت د حلولو مشکل د دولت وظیفه ده.″

ښاغلي الکوزي وویل، د چرګانو د هګیو او غوښو په ګډون د یو شمېر هغو شیانو بیې راټیټې شوي دي، چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

د خوراکي موادو د بیې پر سر د سوداګرو ترمنځ له دغو اختلافونو سربیره اوسمهال د تیلو پر بیې هم د چارواکو او سوداګرو ترمنځ لانجې روانې دي.

وروسته له هغې چې د تیلو بیې لوړې شوې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د یو لیټر تیلو بیه اوه پنځوس افغانۍ وټاکله خو د کابل په یو شمیر سیمو کې دغه بیه نه تطبیق کیږي. اکثره عام خلک بیا چې له ګرانیو سر ټکوي له دواړو دولت او سوداګرو غواړي چې د بیو د راټیټولو لپاره دې اقدامات وکړي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG