د امريکا د دفاع نوي وزير تېره مياشت وويل چې د القاعده شبکې ماتې رانژدې شوې ده، خو داسې ښکاري چې دا شبکه اوس د واحد مرکزيت پرځاى په وړو څانګو وېشل شوې او تر پخوا يې فعاليت هم خطرناک شوى دى.
د امريکا د ټروريزم ضد هلو- ځلو د بنسټپالو غورځنګونو هڅې کمزوري کړي، د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا ويلي چې د القاعده شبکې ماتې رانژدې شوې ده.
فارن پاليسي خپرونه ليکي:
په تېره لسيزه کې دغه ګواښ د هغه سازمان له لوري متوجه و، چې منظمه رهبري يې درلوده، خو اوس يې بڼه بدلوه شوې او اوس دا سازمان پر انټرنټ راڅرګند شوى دى. دغه خوره وره پديده نور د پاکستان د عالي رتبه چارواکو لارښوونو ته اړتيا نه لري.
بې له شکه چې د اسامه بن لادن وژنه القاعده ته يوه لويه ماتې ګڼل کېږي، چې د هغه لپاره د يوه مناسب ځايناستي پيدا کول سخت کار دى. د امريکا د ادارې لوړ رتبه چارواکي وايي، له کلونو وروسته د القاعده شبکې د منځنۍ او لوړې درجې چارواکو په نښه کول ګټور ثابت شول.
فارن پاليسي خپرونه زياتوي، دا نظر يو ډېر خوشبينانه انځور ښيي، واقعيت دا دى چې د سپټمبر تر يوولسمې وروسته تروريستي ګواښ له نويو شرايطو او وضعيت سره همغږي شوى دى. داسې شواهد نه ښکاري چې د سخت دريځو کمېدل ثابت کړي، دا هغه کسان دي چې امريکا ته يې ګواښ متوجه کړى دى.
په تېرو درېيو کلونو کې د القاعده شبکې د غړو د هدفي وژنو د پاليسۍ له عملي کېدو سره- سره په عرب ټاپووزمه کې القاعده شبکې د پاشلو څانګو په توګه ظهور کړى دى.
د خپرونې په باور، په داسې حال کې چې پنيتا او نورو امريکايي چارواکو اعتراف کړى چې د القاعده شبکې منفردې څانګې امريکا ته زيات خطر پېښولاى شي، دا اعلان چې ګواکې ”د القاعده شبکې ماتې رانژدې شوې ده“ د دې مساوي يا هم ښايي خطرناک دښمن اهميت پيکه کړي.
کله چې د امريکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان په قبايلي سيمه وزيرستانونو او افغانستان کې عمليات کوي، د القاعده مشران نسبتاً په سادګۍ په يمن کې فعاليت کوي، دوى هلته پر يمني او بهرنيو اهدافو حملې کوي.
ځينې سخت دريځي ادعا کوي چې د بې پېلوټه الوتکو په وړاندې د مبارزې لپاره له پرمختللې ټکنالوژۍ کار اخلي او د دغو الوتکو کمپيوټري سيسټم يې هک کړى دى، دوى د ځينو نسکورو شويو بې پېلوټه الوتکو انځورونه هم پر انټرنټ ايښي دي، دوى ځينې داسې پروګرامونه هم پېشنهاد کړي چې ورته ليکلي ”يوه بې پېلوټه الوتکه څنګه راغورځولاى شو“
فارن پاليسي خپرونه په پاى کې ليکي، شايد القاعده شبکه لکه څنګه چې موږ په تېرو لسو کلونو کې پېژندله، نوره پاتې نه وي، خو داسې ښکاري چې امريکا به بله لسيزه هم ورسره په جګړه اخته وي.