د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۶

د ناټو یوه الوتکه نن په پکتیا کې په اضطراري توګه کیناسته


د ناټو یوه الوتکه نن په پکتیا ولایت کې په اضطراري توګه کیناسته چې د چارواکو په وینا تلفات یې نه لرل .

په عین حال کې د ناټو مقامات وايي، د هغې الوتکې د رالوېدو په اړه تحقیق کوي، چې دوه ورځې مخکې یې سقوط وکړ، چې د امریکا د خاصو ځواکونو د دیرشو تنو په ګډون اته دیرش تنه په کې سپاره وو،په خاصو ځواکونو کې اوه تنه افغان کماند او یو ملکي ترجمان هم شامل وو .

طالبانو ادعا کړې، چې دوې دې الوتکې ته په میدان وردکو کې سقوط ورکړی دی.

رویترز اژانس په واشنګټن کې د یوه امریکایي مقام له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی وايي، داسې ښکاري چې هلیکپترې ته سقوط ورکړای شوی دی.

خو د ایساف ځواکونو ویاند برید جنرال کارستن جاکوبسن وايي، تر اوسه د پیښې په علت نه پوهیږي، خو د هغه په وینا په دې اړه تحقیقات روان دي،ده زیاته کړه:

(موږ تر اوسه د دې پېښې په علت نه پوهیږو او دا زموږ د تحقیقاتو یوه مهمه برخه ده، کله چې زموږ تحقیقات بشپړ شي موږ به د دې مسلې په هکله زېات جزییات وموو.)

په پکتیا کې د ایساف ځواکونو د نننۍ اظطراري ناستې په اړه د دې ځواکونو ویاند ډګرمن دیورتي وايي، چې تلفات یې نه لرل .

هغه ویلي، په دې اړه هم تحقیقات روان دي، خو د ډګرمن دیورتي په وینا په دې پېښه کې د دښمن فعالیت شامل نه وو .

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد خبرې رسنیو ته په تلیفون کې ادعا کړې ده چې الوتکې ته د دوې کسانو سقوط ورکړی او درې دیرش امریکایي عسکر په کې وژل شوي دي، چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده .

په داسې حال کې چې افغان مقاماتو تر اوسه دا نه ده تایید کړې، چې په میدان وردګو کې شینوک الوتکه د مخالفانو په ډزو رالویدلي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي:

دا حمله دا څرګندوي چې د ناټو د ډیرو عسکرو له شتوالی سره بیا هم مخالفو وسله والو د کابل شاه وخوا سیمو ته لاره موندلې ده .

ورځپاڼه زیاتوي:

افغان چارواکو، امریکايي صاحب منصبانو او د لوګر او وردګو ولایت اوسیدونکو په وار وار دا ویلي، چې د سید اباد ولسوالۍ په ګډون چې دا الوتکه په کې رالویدلي.

په دې دواړو ولایتونو کې، بې د ولسوالیو له مرکزونو ډیرې سیمې د حکومت په ولکه کې نه دي، نو په میدان وردک کې د هلیکپتر رالویدل په دې معني دي، چې د افغان دولت مخالف وسله وال پیاوړي شوي؟

د متحد ایالاتو په دفاعي پوهنتون کې استاد او د سیاسي چارو کارپوه ډاکتر علي احمد جلالي دا خبره ردوي، چې ګواکې طالبان د تیر په نسبت پیاوړي شوي دي:

(دا یو چانس وو، چې د طالبانو لاس ته ورغلی، بی له دې دوي داسې وسلې نه لري، چې له هوا څخه الوتکې له منځه یوړلی شي .)

دا په دې معني نه ده، چې طالبانو په دې پېښه کې له زیات مهارت څخه کار اخیستی وي یا دا چې د دوې توان د پخوا په پرتله ډیر شوی دی .

دا داسې یوه پېښه وه، چې د ایتلاف ځواکونو ته یوه فاجعه او طالبانو ته یو چانس وو .

په عین حال کې یو بل لوړ رتبه امریکایي قوماندان، تورن کریستن میسي، چې د وردګ او لوګر ولایتونو مسوولیت په غاړه لري نیویارک ټایمز ته یې ویلي، چې په دې ولایتونو کې د مخالفو وسله والو په ډله کې د حقاني د شبکې، حزب اسلامي غړي او د جنایت کونکو ډلو خلک شامل دي .

د افغان او امریکايي مقاماتو په وینا دوې د ناټو پر هغو کاروانونو چې د وردګو په لوې لارې تیریږي د خپلو تمویلولو لپاره کار اخلي .

جوی زرین او تنګې دره چې د امریکایی خاصو ځواکونو هلیکپتره یې په منځ کې لویدلي هم له دې لوې لاری چندان لري سیمې نه دي .
XS
SM
MD
LG