په کابل کې د امریکا سفیر د استامبول او بن راتلونکې غونډې په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره د سیمه ایزې او نړېوالې ژمنې د تر لاسه کولو لپاره ضروري بولي.
تمه ده، چې د استامبول کانفرانس په راتلونکې نومبر کې او بیا د بن دویم کانفرانس په دسمبر کې جوړ شي، چې په کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو استازي برخه اخلي.
راین کراکر، چې د پنجشنبې په ورځ یي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې په دې غونډو کې به سیمه او نړۍ د هغو په وړاندې، چې د افغانستان امنیت ګواښول غواړي په یوه لیکه کې ودریږي.
ده وویل، چې دا غونډې به یو ځلي بیا طالبانو ته دا واضح پیغام ورکړي، چې پخلاینه د دوي په وړاندې یوازنې انتخاب دې:
(هغه څه، چې موږ یي د استامبول په کانفرانس کې کتل غواړو هغه د افغانستان د ټولو ګاونډېو هېوادونو ژمنه ده، یوه داسې لیکلې ژمنه، چې دوي به په افغانستان کې د امنیت او ثبات ملاتړ کوي.
دا ژمنه به بیا په بن کانفرانس کې د نړېوالې ټولنې له خوا هم تایید شي او طالبانو او هغو کسانو ته، چې د افغانستان امینت او ثپات ګواښول غواړي یو واضح پیغام دې، چې سیمه او نړۍ د دوي په وړاندې په یوه لیکه کې ولاړه ده او دوي د پخلاینې پرته بل انتخاب نه لري. )
که څه هم د امریکا سفیر د بن په دویم کانفرانس کې د طالبانو ګډون نا ممکن وباله خو ویي ویل، چې دا غونډې کولاې شي په افغانستان کې د پخلاینې د هڅو لپاره مهم رول ولوبوي او طالبان خبرو ته وهڅوي.
په ورته وخت کې ښاغلي کراکر د پخلاینې لپاره د افغان حکومت شرایط هم مهم وبلل او ویي ویل، چې پخلاینه به له هغه چا سره کیږي، چې د افغانستان اساسي قانون ومني، وسله په ځمکه کیږدي او د ښځو حقوقو ته درناوې وکړي.
ده په دې برخه کې د پاکستان رول هم مهم وباله، چې کولای شي په طالبانو له خپل نفوذ نه کار واخلي او هغوي پخلاینې ته وهڅوي:
(پاکستان خپل رول باید ولوبوي، زه فکر کووم، چې په دې بهیر کې د دوي نفوذ ډیر مهم دې او زه هیله مند یم، چې له دې نفوذه د پخلاینې لپاره ګټه پورته شي.
موږ ټول په ګډه کار کوو او زموږ محوري ډلې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ کمسیون په دې برخه کې زموږ مثبت ګامونه دي.)
راین کراکر، چې اوس اوس د امریکا د سفیر په توګه ټاکل شوې دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې خپله واشنګټن هڅه کوي، چې له طالبانو سره مستقیم تماسونه ټینګ کړي.
د ورکړل شوېو رپورټونو له مخې امریکایي او د طالبانو استازو تر اوسه پورې دوه ځلي په جرمني او قطر کې سره لیدلي، چې د پنټاګون چارواکو هم دا تایید کړې.
خو په کابل کې د امریکا سفیر بیا په دې باور دې، چې د پخلاینې روانې ټولې هڅې باید د افغانانو او د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.