دغه هېواد چې د نړيوال قدرت په توګه د ظهور په حال کې دى، په دې باور دى چې باثباته او سوله ييز افغانستان د چين په ګټه هم دى.
له کله چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما، له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو د پيل پرېکړه وکړه، په نړيواله کچه دېته لېوالتيا پيدا شوه، چې په دې جګړه ځپلي هېواد کې به چين څه رول ولوبوي؟
چين يوازې د افغانستان ګاونډى هېواد نه دى، بلکې د نړۍ په کچه ”د نړيوال قدرت” په توګه د ظهور په حال کې دى، دا مسئله د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز مايک مولين په جون مياشت په پېکينګ کې اعلان کړه.
په پېکنګ پوهنتون کې د نړيوالو او ستراتيژيو مطالعاتو د مرکز مرستيال ژو فينګ په خپله مقاله کې ليکي، که چين ثابته کړي چې د ولسمشر حامد کرزي اداره غښتلې کوي، نو د امريکايي ځواکونو له وتلو څخه به کومه بېړنۍ ګټه لاسته رانه وړي، خو سره له دې چې چين د افغانستان د طبيعي زېرمو په برخه کې په ملياردونو ډالره پانګونه کړې، دا سخته ده که دا په پراخه کچه يو غوره شوى سياست او هلته د ښکېلېدو يوه هڅه وګڼل شي.
يو دليل چې ولې چين په افغانستان کې د پراخ رول د لوبولو په برخه کې محتاط دى دا دى چې په سيمه ييز ثبات کې د دغه هېواد له اهميت سره سره، په افغانستان کې د امريکا جګړه له پيله په چين کې جنجالي مسئله وه.
د چين ملتپالان په دې باور دي چې د امريکا په مشرۍ دا جګړه د دې لپاره ترسره شوه، چې امريکا د چين په يوه حساسه پوله کې خپل پوځ ځاى پر ځاى کړي، د افغان ځواکونو د اکمالاتو تر څنګ، په قرغزستان کې د مناس هوايي اډې په اجارې سره امريکا په منځنۍ اسيا کې خپل پوځي حضور ژور کړى دى. دغه هېواد هم له چين سره پوله لري.
ليکوال زياتوي، د چينايي ملتپالو په اند دغه هڅې د امريکايي توطيې يوه برخه ده، چې غواړي پر چين راچاپېر شي.
د چين د ستراتيژيکو ماهرينو په اند په افغانستان کې د افراطيت د ختمولو لپاره د امريکا له هڅو ملاتړ بايد د چين او امريکا ترمنځ د ګډې معاملې يوه برخه وي.
د چينايي ليبرال سياستوالو په باور، افغانستان له قومي ګواښونو ډک دى.
د مقالې ليکوال زياتوي، يو باثباته، منظم او سيکولر افغانستان څومره چې د نورې نړۍ په ګټه دى، هغومره د چين په ګټه هم دى.
ځينې چينايان اعتراف کوي چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ روانه جګړه چې طالبان او القاعده يې کمزوري کړي، د چين محلي امنيت ته پرمختګ ورپه برخه کړ.
ليکوال د اوباما د ادارې وروستي اقدام ته هم اشاره کړې چې پر پاکستان يې خپلې پوځي مرستې محدودې کړي، زياتوي، د پاکستان په برخه کې له امريکا سره د چين په همکارۍ سره به، د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې د پاکستان په مبارزه کې چين خپلې ګټې خوندي کړي.