د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۴

مولن:هڅه کوو چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسو


د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل، په افغانستان کې پوځي قومندانانو داسې راپورونه ترلاسه کړي چې وایي، د وسله والو طالبانو یو شمېر قومندانان د روژې په میاشت کې له جنګه لاس اخلي او پاکستان ته ځي.

امیرالبحر مایک مولن، چې د تیرې جمعی په ورځ افغانستان ته تللی او په دې هېواد کې میشت د ایتلافي ځواکونو له قومندانانو سره له کتنې سربیره یې د افغانستان جنوبي او ختیځو سیمو ته سفر کړی، پرون په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دې اړه ښایي ده ته ګرانه وي چې قضاوت وکړي چې د روژې په میاشت کې به څه پیښیږي.

هغه زیاته کړه، په دې اړه ډیرې خبرې کیږي، چې د طالبانو یو شمېر قومندانان خپل وسله وال پریږدي او د روژې په خاطر بیرته له پولې اوړي او پاکستان ته ځي. مولن وویل:

(په دې اړه چې په راتلونکې میاشت کې به څه پیښیږي صادقانه باید ووایم، چې نه پوهیږم. باید وګورو چې څه پیښیږي.

زه نه پوهیږم چې حملې او تاوتریخوالی به کم شي اوکه زیات، خو په اطمینان ویلی شم، چې موږ د روژې د میاشتې ډیر درناوی کوو، په عین حال کې چې ډیرې هلې ځلې مو پر خپل ماموریت متمرکزې دي، له ټولو امکاناتو څخه په کار اخیستو هڅه کوو چې د افغانانو ژوند خوندي کړو.)

په کابل کې یوه لویدیځ چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرزته ویلي، چې له ځیني شواهدو داسې ښکاري چې د طالبانو یو شمېر مشران لا وار دمخه پاکستان ته تللي دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز یوځل بیا په دې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه جدي هلې ځلې کوي، چې په عملیاتو کې ملکي تلفات بیخي له منځه یوسي.

مایک مولن وویل:

(د هر ملکي وګړي وژنه که هر لوري یي سبب کیږي، یوه تراژیدي ده، موږ په دې سخت کارکوو چې په بشپړه توګه د ملکي تلفاتو مخه ونیسو.)

مولن زیاته کړه، د ملکي تلفاتو مخنیوی په دې هېواد کې د ټولو بهرنیو پوځیانو یو لومړیتوب دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز د ا فغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند په اړه چې له یوې مودې راهیسې د دوړاو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي، وویل، له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیکو اړیکو لرل ډير مهم دي ځکه هغه له ۲۰۱۴ کال وروسته چې له افغانستانه ځواکونه وځي، له دې هېواد سره د امریکا پراوږ مهاله همکاري ټینګار کوي.

مولن وویل، موږ د دغه ستراتیژیک سند په اړه له یوې مودې راهیسې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره خبرې پیل کړي دي او دا د ده لپاره د حیرانتیا خبره نه ده چې تر اوسه په دې اړه موافقه نه ده تر لاسه شوې ځکه د هغه په وینا له هرهېواد سره د دغه ډول سند رامنځه کول ډیر وخت، جدي بحثونو او د قیقې څیړنې ته اړتیا لري.

مولن زیاته کړه مهمه داده، چې افغانستان او امریکا دواړه غواړي چې د ستراتیژیکي همکارۍ دغسې یوه موافقه رامنځ ته کړي:


(زما په نظر هغه څه چې ډیر اهمیت لري دا دي چې امریکا او افغانستان دې ته ژمن دي یوه موافقه ترلاسه کړي.

دغه موافقه به د دواړو لورو ترمنځ د اوږد مهاله اړیکو په اړه د ژمنو پر پیاوړتیا دلالت کوي.

د ستراتیژیکو اړیکو سند به له ۲۰۱۴ کال وروسته چې موږد انتقال پروسه بشپړو او امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارو، له دې هېواد سره په راتلونکې کې په ستراتیژیکي شراکت مشخص کوي.)

د امریکا د پوځ لوی درستیز دغه راز وویل، چې په افغانستان کې اداري فساد یوه لویه ستونزه ده او د ولسمشر کرزي حکومت او بهرني قدرتونه باید د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره جدي کاروکړي.

مولن وویل، ډیرو پوځي قومندانانو هم ورته دغه مسله یاده کړې ده، مولن همدا شان په یو شمېر هغو ادارو کې هم د فساد یادونه وکړه چې د مسولیتونو د لیږدولو په پروسه کې ښکیلې دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل، تر هغه ځایه چې له امریکایي ټیکه دارنو سره په قراردادونو کې د فساد مسله مطرح کیږي موږ هڅه کوو چې له افغان چارواکو سره په هماهنګۍ یو لړ اصلاحات رامنځته کړو، چې دغه ستونزه له منځه یوسو.
XS
SM
MD
LG