د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

د پاکستان پوځ او استخبارات ولې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي؟


خان زمان کاکړ
خان زمان کاکړ
د بشر د حقونو د څار نړيوالې ټولنې په خپل وروستي رپوټ كې د پاكستان پوځ او استخباراتي ادارې په بلوچستان كې د بېلتونپالو بلوڅو او سياسي فعالانو په وژلو كې تورنې بللې او د پاكستان له حكومته يې په دې ايالت كې د بشري ضد اعمالو د مخنيوي غوښتنه كړې ده.

د دې رپوټ او د بلوڅو د وژنو په اړه په كوټه كې د سياسي چارو له څېړونكي خان زمان كاكړ سره مركه كړې ده.

دا مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ


بلوڅان څوك په زور له خپلې مبارزې نه شي را ګرځولاى، ځكه د بلوڅو قضيه اوس نړيواله شوې. خان زمان كاكړ

د بشر د حقونو د څار نړيوالې ټولنې په خپل وروستي رپوټ كې د پاكستان پوځ او استخباراتي ادارې په بلوچستان كې د بېلتونپالو بلوڅو او سياسي فعالانو په وژلو كې تورنې بللې او د پاكستان له حكومته يې په دې ايالت كې د بشري ضد اعمالو د مخنيوي غوښتنه كړې ده. د دې رپوټ، د بلوڅو د وژنو او د بلوچستان د سياسي حالاتو په اړه په كوټه كې د سياسي چارو له څېړونكي خان زمان كاكړ سره ازادۍ راډيو كړې ده:

پوښتنه:- د بشر د حقونو د څار نړيوالې ټولنې د پنجشنبې په ورځ په خپل تازه خپاره كړي رپوټ كې ويلي، چي د پاكستان امنيتي او استخباراتي ادارې په بلوچستان كې د خلكو په وژنو كې لاس لري، څه فكر كوئ چي د پاكستان پوځ، ملېشه او استخباراتي ادارې ولې په دې ايالت كې بشري حقونه تر پښو لاندې كوي؟

ځواب:- تر دې رپوټ مخكې هم په ښكاره توګه د پاكستان پوځ پينځه واره پر بلوچستان پوځ كشي كړې ده، يواځې دا نه، بلكې چي څومره مسخ شده لاښونه (خراب مړي) بلوچستان ته راغلي دي، نو بلوڅانو يې نېغه په نېغه پر استخباراتي ادارو تور لګولى دى، تش دا هم نه، تحقيقي رپوټونه، تحقيقي ادارې، د دې سيمې مستند پوهان او سياسي څېړونكي اوس دې نتيجې ته رسېدلي دي چي دا ټول مړي د پاكستان استخباراتي ادارې پېرزو كوي، نو اوس په دې كې كوم شك پاته نه دى، دا مسئله د بلوڅو او مملكت تر منځ ده، بلوڅانو ته چي اوس هر خراب شوى مړى ور رسېږي نو دوى دا د پاكستان د مملكت يوه پېرزوينه ګڼي، د دې خلاف نفرت هم په پراخه كچه خپرېږي، زه فكر كوم كه بلوڅانو ته اوس يو مړى لاس ته ورځي، نو په نتيجه كې يې په سوونو خلك د پاكستان خلاف مبارزې ته تيارېږي.

پوښتنه:- د پاكستان استخباراتي ادارې چي دغسې كارونه تر سره كوي، بلوڅان په مرموزه توګه وژني او دوى غواړي چي بلوڅان د خپلواكۍ له مبارزې را وګرځوي، آيا دوى به د بلوڅانو په تښتولو او وژلو سره د دې مخنيوى وكړي چي هغوى له دې مبارزې را وګرځوي؟

ځواب:- په دې رياستي ترهګرۍ كې څه حماقت هم وي، دوى داسې فكر كوي چي د قومونو مبارزې په تشدد او جبر ارامېداى شي، داسې نه وي، كله هم قومونه چا په تشدد او جبر ختم كړي نه دي، په اوسني وخت كې بېخي نه شي ختمېداى او بلوڅان خو څوك بېخي په زور او جبر له خپلې مبارزې نه شي را ګرځولاى، ځكه د بلوڅو شخړه او قضيه اوس نړيواله شوې ده، بلوڅانو ته نړۍ متوجه ده، څنګلوري هېوادونه ورته متوجه دي، د بشري حقونو سازمانونه ورته متوجه دي، د امريكا او نورو غربي هېوادونو ورته پام دى او پخپله د پاكستان پارلمان هم له بلوڅو سره جبر او ظلم تسليموي او دې ته تيار دي چي له دوى سره د شوي ظلم جبران بايد وشي، خو د پاكستان واكمنه طبقه د بلوڅو حقونو ته تياره نه ده او د بلوڅو د دې مقاومتي تحريك- چي نن خپل تاريخي پړاو ته را رسېدلى- د وهلو لپاره داسې كارونه كوي چي هغه خپله د پاكستان په تاوان تمامېږي.

پوښتنه:- په رپوټ كې دا هم ويل شوي دي چي د پاكستان مركزي او د بلوچستان ايالتي حكومت په دې ايالت كې پر روانو بشري ضد اعمالو خوله پټه كړې ده، څه فكر كوئ چي آيا د بلوچستان حكومت ولې له دا ډول پېښو بې خبري ښيي او ولې يې د مخنيوي اقدام نه كوي؟

ځواب:- په پاكستان كې تل د جمهوري حكومتونو تر شا يو بل ناديده حكومت هم پټ وي، چي هغه ډېر فعاله وي، نو دلته كه يوې خواته د جمهوري حكومتونو عمر ډېر لنډ وي، بلې خواته يې قوت هم دغومره كم وي، فيصلې د نورو خلكو په لاس كې وي، حكومت د واكمنې طبقې (اسټيبلشمنټ) او استخباراتي ادارو په وړاندې ناتوانه دى، پاكستان په اصل كې د اسټبلشمنټ پاكستان دى، د پوځ پاكستان دى، د استخباراتو پاكستان دى، پخپله دې حكومت بلوڅو ته د (اين ايف سي) په نامه قومي اقتصادي بوديجه وركړې ده، بخښنه يې ځنې غوښتې ده، بلوچستان پكيج يې وركړى دى، پر دې برسېره هم حكومت نه دى بريالى شوى چي بلوڅان مذاكراتو ته حاضر كړي، ځكه حكومت چي كله هم د مذاكراتو بهير ته ځان را ګډوي، نو هلته استخبارات تر دې وړاندې را رسېدلي وي او د بلوڅو په خلاف يې داسې اعمال تر سره كړي وي هغه د مذاكراتو عمل شنډ كړي.

پوښتنه:- اوس چي د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې په بلوچستان كې د بلوڅو د وژنې په اړه دغه رپوټ خپور كړ، يوه مياشت مخكې خپله د پاكستان د بشري حقونو كمېسون هم دې ته ورته رپوټ خپور كړى وو چي د بلوچستان پر امنيتي حالاتو يې اندېښنه څرګنده كړې وه، څه فكر كوئ چي آيا اوس به د دې وركو بلوڅو قضيې محكمې ته وړاندې شي، كه نه په راتلونكي كې به هم د دوى د وژلو او د مړيو د موندلو لړۍ دوام ولري؟

ځواب:- په پاكستان كې خو فكر نه كوم چي د بلوڅو قضيې دي محكمې ته وړاندې شي، ځكه د پاكستان محكمې د پنجاب يا د پوځ په ټېكه دي، مهار كړې يې دي، خپل سياسي كار ځنې اخلي، تاسې وګورئ په پاكستان كې د لياقت علي خان له مرګه يې واخلې، د حسن ناصر له مرګه يې واخلې، د اوسني بلوڅ ملتپال غفار لانګو تر مرګه پورې، عدليه كله هم پر دې بريالۍ نه شوه چي دوى د دغو خلكو قاتلين ښكاره كړي يا په سزا و رسېږي، زه به تاسې ته يوه دلچسپه خبره وكړم، په پاكستان كې چي تر اوسه پورې څومره هم ترهګر يا په هدفي وژنو كې لاس لرونكي كسان نيول شوي دي، يوه ته هم تر اوسه پورې سزا نه ده اورول شوې. دلته چي دا د سترې محكمې قاضى القضات صاحب د شرابو يو- دوه بوتلونه پيدا كړي د هغوى خلاف سوموټو ايكشن ((خپلسرى اقدام)) واخلي، خو چي دا څومره قاتلان او ترهګر نيول شوي دي، هغوى ته تر اوسه سزا نه ده اورول شوې، هغه مملكت چي د ترهګرۍ خلاف د جګړې ادعاوې كوي او وايي چي موږ ترهګر نه منو، هغو ترهګرو ته هم دوى سزا نه شي وركولاى او هغه ټول ترهګر چي قضيې يې درج وي، د راولپينډۍ عدليې خوشي كړي دي، نو موږ خو هيڅ دا تصور نه شو كولاى چي خپله د پاكستان حكومت چي كومې تېروتنې كړې دي، محكمه به ورته سزا وركوي.

پوښتنه:- د سپين ږيري بلوڅ ملتپال نواب اكبر بګټي تر وژنې وروسته ډېرى بلوڅان غرونو ته وختل او اوس يې د خپلې خپلواكۍ لپاره مبارزه پيل كړې ده، څه فكر كوئ كه په بلوچستان كې امنيتي حالات همدغسې وي او بلوڅان وژل كېږي، دغه پاته ګوندونه يې چي دي، كوم چي پارلماني سياست كوي، آيا دغه به هم وسلې ور پورته نه كړي؟

ځواب:- غرونو ته د بلوڅو د ختلو تاريخ خو ډېر اوږد دى، ځكه له كله راهيسې چي د بلوڅو ((كلات رياست)) په زور په پاكستان ګډ شوى دى، نو شهزاده عبدالكريم د دې په خلاف غرونو ته ختلى وو، بيا نواب نوروزخان او بيا په هر دور كې بلوڅان د خپلې خپلواكۍ لپاره غرونو ته ختلي دي، خو د نواب اكبر بګټي تر وژنې وروسته دا حالات څه داسې خواته ولاړل چي بلوڅان اوس دې نتيجې ته رسېدلي چي نور موږ او پاكستان په پارلماني او د مذاكراتو په لار نتيجې ته نه شو سره رسېدلاى، بلكې د دې خلاف به موږ جنګ كوو او مزاحمتي (مقاومتي) مبارزه پيل شو.

اوس په بلوڅانو كې دوه څرګند اړخونه موجود دي، يو اړخ هغه دى چي هغوى مبارزه كوي، غرونو ته ځي، د حكومت او د ادارو په خلاف وسلوال فعاليتونه كوي، بل اړخ يې هغه دى چي پارلمان ته ځي، بلوڅانو دغه پارلماني اړخ تر ډېره حده رد كړى دى او په بيا- بيا يې دغو پارلماني سياستوالو ته دا خبره ور ياده كړې ده چي كه تاسې پر دې لاره موجود پاته شئ نو بلوڅ قوم به تاسې رد هم كړي او له خپلې بلوڅي ټولنې به مو بهر هم كړي، نو په دې تناظر كې اوس دا پارلماني ګوندونه هم دې ته اړ دي چي د بلوڅو د دې ملي شخړې داسې ملاتړ وكړي چي د مزاحمتي تحريك مرسته او ملاتړ وكړي او دې خواته راشي.

مركه كوونكى:- باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG