د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۱۷

ولسمشر کرزى ولې د طالب وسله والو پر بېرحمۍ سترګې پټوي؟


فارین پالیسي خپرونه لیکي، ولسمشر کرزی له ملکي تلفاتو ښه خبر دی.
د فارین پالیسي خپرونه وايي، کرزی هوښیار سړی دی او په سادګۍ سره له یاده نه باسي، چې دا ډول کړنې وغندي. په حقیقت کې داسې ښکاري، چې نوموړی په خپله خاوره کې له ملکي مرګ ژوبلو ډیر ښه خبر دی.

د می په میاشت کې چې ناټو په هوايي بمباریو کې په تیروتنه ۱۴ ملکیان ووژل نو ولسمشر کرزي وویل، که چېرې ناټو دا ډول کړنو ته دوام ورکړي په هغه صورت کې د تروریزم ضد د مبارزې ځواکونه نه وي بلکې حضور به یې د افغانستان د خلکو په ضد او د اشغالګرو ځواکونو په توګه وبلل شي.

د فارین پالیسي خپرونه وايي، دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د د وژل شویو ملیکانو له پنځو څخه د څلورو د وژنې مسولیت پر غاړه لري.

دا خپرونه وايي، په داسې حال کې چې افغانستان دا مهال له سختو ناکراریو سره مخ دی او دا هیواد د یوې کورنۍ جګړې په درشل کې دی، خپله د افغانانو له خوا د افغانانو په وژنه د کرزي چپه خوله پاتې کیدل د نوموړي د مشرتابه کمزوري په ډاګه کوي.

له ځنډه پرته د ولسمشر کرزي عکس العمل:

د لیکنې لیکوال وړاندې وايي، د دې پر خلاف چې کله د نړېوال ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته زیان واوړي نو ولسمشر کرزي پرې له ځنډه پرته عکس العمل ښيي او غندي یې.

د فارین پالیسۍ د خپرونې په وینا دا چې ولسمشر کرزی د افغانانو په وړاندې د وسلوالو طالبانو پر بې رحمۍ سترګې پټوي نو دا پلمه څرګندېږي چې ګوندې خلک له طالبانو څخه تر دې د بدترو بریدونو او بې رحمیو تمه لري.

خپرونه لیکي، دا موضوع ښايي سمه وي، خو ایا هغه دلیل چې ولسمشر کرزی یې راوړي دا هغې موږ لپاره د قناعت وړ دی، چې خپله د زړه ټوټه یې له لاسه ورکړې؟ دا هغه پوښتنه ده، چې څوک ورته ځواب نه شي ورکولی.

د ملکي تلفاتو په اړه د ولسمشر بیانونه یو اړخیز وي او ډیره کله یوازې د ناټو له خوا پر ملکي مرګ ژوبلو متمرکز وي.

فارین پالیسي

خپرونه زیاتوي، دا ريښتیا دي، چې نړیوال ځواکونه لا هم د ملکي مرګ ژوبلې سبب کېږي او ولسمشر کرزی حق لري او دنده یې ده، چې د داسې بریدونو او د شپې له خوا د عملیاتو چې ولسي خلک په کې دردیږي مخه ونیسي او پرې په غوسه شي.

خو خپرونه زیاتوي، د ملکي تلفاتو په اړه د ولسمشر بیانونه یو اړخیز وي او ډیره کله یوازې د ناټو له خوا پر ملکي مرګ ژوبلو متمرکز وي.

د فارین پالیسي خپرونه وايي، ولسمشر کرزی یو شی له یاده باسي او هغه دا چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزولو پرچارو بوخت دی.

د خپرونې په وینا افغان ځواکونه تر اوسه داسې وسایل په واک کې نه لري، چې اهداف سم په نښه کړي او نو له همدې کبله احتمالاً افغان امینتي ځواکونه هم د ملکي مرګ ژوبلو د اړولو سبب کېږي.

راپور: اجمل اند
XS
SM
MD
LG