د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۵

د پاکستان او هند تر منځ وروستۍ خبرې به څومره ګټورې وي؟


ښاغلی کرېښنا وايي، هند له پاکستان سره همکارۍ ته سترګې پر لار دی.
ښاغلی کرېښنا وايي، هند له پاکستان سره همکارۍ ته سترګې پر لار دی.
هند او پاکستان چې دواړه هستوي وسلې لري، د کشمېر پر سر یې په خپلو کې درې ځلې جګړه کړې ده. دواړه هېوادونه زیار باسي، چې خپلې ستونزې د خبرو او مذاکرو له لارې حل کړې

هند او پاکستان د روان عیسوي کال په سر کې یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړې وې، خو د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ سره وکتل او د نوې همکارۍ په روحیې خبرې اترې وکړې.

که څه هم چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کتنې او خبرو کې کوم ستر بری نه دی تر سترګو شوی، خو چارواکې وایي، د لوړ پوړو کسانو تر منځ لیده کاته به د دواړو هیوادونو تر منځ د اعتماد فضا ښه کړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:

“هند له پاکستان سره همکارۍ ته سترګې پر لار دی. دا کارنه یوازې د دواړو هیوادونو تر منځ بلکې د سېمې د سولې په ګټه هم دی. مونږ یوه باثباته، آرام او سوکاله پاکستان ته لیواله یو.”

د پاکستان د بهرنیو چارو نوې وزیرې حنا ربانې کهر وویل:

“پاکستان له هند سره دوستانه همکارۍ او ملګرتیا ته سترګې په لار دی. دا کار باید په تېر وخت پورې منحصر نه شي.”

هند او پاکستان د تېرې فبرورۍ میاشت کې د سولې د خبرو نوی پړاو پیل کړی و او د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا کتنه د زیات اهمیت وړ ده.

د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې خبرې په ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال په ټپه ودریدلې چې لسو تنو وسله والو د هند په ممبی ښار کې تروریستې حملې وکړې او ۱۶۶ کسان یې ووژل.

هند وایي، د پاکستان استخباراتي ادارې (ای. اېس. ای) له وسله والوسره د حملې په پلان کې مرسته کړې ده او د عاملینوپر ضد یې جدي عمل نه دی کړی.

د جولای په شلمه په ممبی ښار کې یو ځل بیا تروریستي حمله وشوه او شل کسان په کی ووژل شول خو دواړو خواو د سولې د خبرو نوی پړاو ترک نه کړ.

هند د حملې په اړه تحقیقاتو کې داسې ښودلې چې په دې حملې کې د یوې کورنۍ تروریستې ډلې چې د پاکستان له بنسټ پالو سره اړیکې لري، لاس دی. خو جګ پوړو حکومتي چارواکو پاکستان ته ګوته نه ده نیولې او د تحقیقاتو د بشپړیدو تر وخته یې د حوصلې غږ کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران له غونډې مخکې خوښ معلومیدل او د خوښۍ په روحیې یې خبرې پیل کړې.

د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د امنیت او د اوبو د منابعو د ویش په اړه هم خبرې وکړې.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د سې شنبې په ورځ په اسلام کې ویلي وو، د هند او پاکستان تر منځ خبرې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کیدو یوازینۍ لار ده.
XS
SM
MD
LG