د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۵

د کندهار ښاروال په خپل دفتر کې ووژل شو


غلام حيدر حميدي
غلام حيدر حميدي
د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي نن سهار شاوخوا لس بجې دننه په خپل دفتر کې په یوې ځان وژونکې حملې کې ووژل شو.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي ازادي راډیو ته وویل، حمله د یوه کس له خوا چې په خپلې پګړۍ کې یې چاودیدونکې مواد ځای پر ځای کړي وو، وشوه.

د نوموړي په وینا ښاروال د سیمې د خلکو له استازیو سره غونډه درلودله چې دغه کس پرې ځان وژونکې حمله وکړه.

ښاغلي ایوبي وویل، چې په حملې یو بل کس هم وژل شوی او یو ټپي دی.

وسلوالو طالبانو د حملې مسولیت پر غاړه اخیستی.

د یو بل خبر له مخې نن د کندهار د لویې ویالې په سیمه کې هم یوې بمي چاودنې اوه تنه ټپیان کړل.

د کندهار د ولایت مقام له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټپیانو کې د ملي اردو دوه سرتیري، دوه سپین ږیري او درې ماشومان شامل دي.

په اعلامیې کې راغلي، چې چاودنه د ملي اردو د عسکرو په موټر شوې ده.
XS
SM
MD
LG