د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۰

د کونړ په وټه پور کې ۸ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د دوه جلا جلا پېښو په ترڅ کې اتو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کونړوالي سيد فضل الله وحيدي تيره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، چې د دوشنبې د ورځې مازيګر مهال وسله والو طالبانو په وټه پور ولسوالۍ کې د نړېوالو ځواکونو پر نظامي اډه د هاوان دوه توغندۍ را وتوغولې، چې دواړه مرمۍ د ولسي وګړو کورونو سره نږدې لګيدلي او له امله يي څلور تنه ټپيان شوي دي.

هغه وويل، د هاوانونو د توغولو وروسته سيمې ته د نړېوالو ځواکونو جيټ الوتکۍ را ورسېدې او يو شمېر مشکوکې غرنۍ سيمي يي بمبار کړې په شوې بمبار کې څلورو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وحيدي زیاتوي، په وژل شوو کې يو تن امين الله نوميږي چې عمر يي ديارلس کاله دى ،بل خيرالله نوميږي چې شپاړلس کاله عمر لري او د دوو تنو عمرونه له شلو زيات دي.

د قمچۍ کلي يو تن قومي مشر محمد حنيف پر ت یليفون ازادۍ راډيو ته وويل، په بمبار کې درې تنه وژل شوي او يو ټپي شوى عام وګړی دي او د خسو راټولو لپاره غره ته تللي و.

هغه وويل، په وژل شوو کې يو تن د لسم او بل د اتم ټولګي زده کوونکی شامل دى،يو تن په کې د جومات ملا امام و،چې د امامت ترڅنګ به يي د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره له غره څخه خس راوړل او په بازار کې به يي پلورل او ټپي سړى هم عام وګړى دى.

تر دې دمه د دواړو پېښو پړه نه نړېوالو ځواکونو اخیستې او نه هم وسله والو طالبانو.

دا لومړى ځل نه دى چې د وسله والو طالبانو او نړېوالو ځواکونو په ډزو او بمبارېو کې ولسي وګړو ته مرګ ژبله اوړي بلکې له دې وړاندې هم په لسګونو ځله داسې پېښې شوي خو تر اوسه يي مخه نه ده نيول شوې .

روح الله انوري،کونړ
XS
SM
MD
LG