د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

په کابل کې د ساینس او انجینیري لومړی ملي کنفرانس جوړ شو


د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې غړي عطا محمد یاري.
د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې غړي عطا محمد یاري.

د افغانستان د مخابراتو د وزارت له خوا د ساینس او انجینیرۍ لومړی ملي کنفرانس د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو او په امریکا او بریتانیا کې د افغان متخصصینو په ګډون په کابل کې دایر شو.

د ساینس او انجنیرۍ د ملي کنفرانس مسوولینو وویل، چې هڅه کېږي، چې د هغو افغان پوهانو له تجربو او څیړنو څخه چې د امریکا او بریتانیا په علمي مرکزونو کې، په تدریس بوخت دي، د هیواد د پوهنتونونو استادان او څیړونکي ګټه واخلي.

په همدې مقصد د شنبې په ورځ په کابل کې د مخابراتو د وزارت له خوا د ساینس او انجنیري د ملي کنفرانس په نامه یوه دوه ورځینی کنفرانس جوړشوی و.

د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې غړي عطا محمد یاري د موضوع او په دې چاره کې د مخابراتو د ونډې په هکله ازادي راډیوته وویل:

″سره له دې د ساینس او انجینرۍ د پرمختګ او په دې لاره کې د لاڅیړنو لپاره هڅې روانې دي، خو کافي نه دي، دا کنفرانس به د افغان پوهانو اړیکې په بهر کې له متخصصینو سره ټینګ کړي، د هغوی له تجربو به په خپلو څیړنو کې کار واخلي.″

یاري وویل سره له چې په هیواد کې د ساینس او انجینرۍ د پرمختګونو سره د مخابراتي خدماتو د هم اهنګ کولو لپاره هڅې روانې دي، خو بیاهم د چارو پوهانو، کادرونو، تخنیکي امکانانو، د کار مناسب چاپیریال او بودجې ته ضرورت شته، چې دغه چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي.
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمد عثمان بابري


د لوړو زده کړو وزارت استازي هم په هېواد کې د ساینس او انجنیري څیړنو او پرمختګونو ته د هر اړخیزو امکاناتو لرل، ضروري ګڼي.

د دې وزارت مرستیال محمد عثمان بابري وویل:

″زموږهدف دا دی، چې علم ته کار وکړی، په همدې بوخت یو، خو د امکاناتو نه لرل زموږ د لاری خنډ کېږي.″

بابري دا هم وویل، دوی له دوو کالو راهیسې د پوهې او څیړنو په مختلفو برخو د کېفیت د لوړو لپاره یوعلمي میکانیزم بشپړ کړ او هڅې روانې دي، چې په عملي کېدو یې لاس پورې شي.

کارپوهان دا هغه اهداف چې پلي کېدو ته باید، علمي او تخنیکي امکانات برابر شي، ترڅو د هیواد کادرونه په دغه علمي منزل په ډاډ سره روان شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG