د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

د ناروې په پېښه کې د مړو شمېر ۹۳ کسانو ته ورسید


د ناروې پولیس وايي، چې کیدای شي د مړو شمېر له دې هم زیات شي.
د ناروې پولیس وايي، چې کیدای شي د مړو شمېر له دې هم زیات شي.
د ناروې په مرکز اوسلو کې لسګونه کسان پرون وروسته له هغه ووژل شول، چې لومړی د صدراعظم د دفتر مخې ته چاودنه وشوه او ورپسې دې ځای ته نژدې د ښار په یوه بله برخه کې د ځوانانو په یوه کمپ کې یو وسله وال د خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې پیل کړې او لسګونه کسان یې ووژل.

د راپورونو له مخې ځینو کسانو د ډزو له وېرې ځانونه څېرمه سیند ته غوځار کړل او اوس پولیس د سیند په اوبو کې هم په مړو پسې ګرزي. وسله وال برید کوونکی وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.

دا پېښه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ناروې کې په ډېرشمېر د انسانانو د وژنې تر ټولو لویه او د مادرید د اورګاډي په لیکه کې له چاودونو وروسته چې نژدې ۲۰۰ کسان یې ووژل، په لویدیځه اروپا کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

د اوسلو د پولیسو یو جګپوړي مقام راجراندرسون خبریالانو ته وویل، چې مشکوک وسله وال د پولیسو په توقیف کې دی او د دواړو پېښو په اړه تحقیقات ترې روان دي.

پولیسو د برید کوونکي نوم افشا نه کړ:

پولیسو د بریدکوونکي نوم نه دی افشا کړی خو ناروېژي رسنۍ وايي، چې برید د اندرېس بېهرېنګ بریویک په نوم ۳۲ کلن ځوان کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې پولیسو تېره شپه د نوموړي اپارتمان هم تلاشي کړ. ناروېژي ټلویزیونونو د دې ځوان چې شنې سترګې او ژېړ وېښتان لري تصاویر خپاره کړي دي.

د ناروې د ملي پولیسو مشر سوینونګ سونیهیم ان. آر. کې ټلویزیون ته وویل، د نیول شوي مشکوک له انټرنېټي پیغامونو څخه معلومه شوې چې ده، ښي اړخي او د مسلمانانو ضد سیاسي تمایلات درلودل، خو دا لا روښانه نه ده، چې آیا د دې حملې علت د ده همدا نظریات و، که څنګه؟
رسنۍ وايي، چې برید د اندرېس بېهرېنګ بریویک په نوم ۳۲ کلن ځوان کړی.


د پولیسو چارواکي وايي، چې مشکوک په خپله وېبپاڼه کې افراطي مسیحي نظریات خپرول.

په دې اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ناروې صدراعظم ینس ستولتېن بېرګ نن په اوسلو کې دا تایید کړه، چې په دې هېواد کې د افراطي مسیحي نظریاتو لرونکې ډلې شته:

″زه نه غواړم ووایم چې د نورو هېوادونو په پرتله موږ په ناروې کې له ښي اړخو افراطي ډلو سره لویه ستونزه لرو، خو ځینې ډلې شته چې موږ مخکې هم تعقیب کړي او پولیس د ځینو ښي اړخو افراطي ډلو یا لږترلږه په ناروې کې دې ته د ورته ډلو له موجودیت څخه خبر دي.″

ایا دا پېښه په کومې نړېوالې تروریستي ډلې پورې تړاو لري؟

یوه چارواکي وویل، چې دا پېښه له نړیوالو تروریستي ډلو سره کوم تړاو نه لري او تورن په دواړو حملو کې په یوازې ځان اقدام کړی.

دې مقام چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط له اسوشيېټډپریس آژانس سره خبرې کړي ویلي دي، دا داسې یوه حمله وه، لکه کوم لېوني سړي چې کړې وي.

پولیسو تراوسه د یو نوي کسانو مړینه تایید کړې خو چارواکي وايي، چې ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي. دوی همداراز وايي، چې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي خو شمېره یې نه ده ورمعلومه.

د ناروې صدراعظم ینس سټولتېن بېرګ د هغه تفریحي کمپ په اړه چې پرون د ځوانانو پر ډله ډزې په کې وشوې، خبریالانو ته وویل، چې ده د اوتویا په ټاپو کې څو ځلې د اوړي رخصتۍ تېرې کړې دي او د ده د ګوند اړوند د ځوانانو کمپ هم په همدې کوچني ټاپو کې و.

سټولټېن بېرګ زیاته کړه چې اوتویا د ده د ماشومتوب جنت و، چې له پرونۍ پېښې وروسته په یوه دوزخ بدل شو.
XS
SM
MD
LG