د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د ناروې په پلازمینه کې د مرګ ژوبله کچه مخ پر زیاتېدو ده


په دغه ودانۍ کې د ناروې د صدراعظم دفتر هم وو، چې ټولې ښیښې ماتې شوي دي.
په دغه ودانۍ کې د ناروې د صدراعظم دفتر هم وو، چې ټولې ښیښې ماتې شوي دي.

د ناروي په پایتخت اوسلو کې د دې هیواد د صدراعظم دفتر ته نژدې یوې درنې چاودنې لږ تر لږه اوه کسان وژلي او یو وسله وال پر یوغونډې ډزې وکړې، چې په لسګونه خلک یې ووژل

دا د اروپا په یو ارام ښار اوسلو کې یو داسې چادونه وه، چې مخکې یې بیلګه نه ولیدل شوې او ډیره د معمول په خلاف وه .

د جمعې په ورځ په سیمه ایز وخت د ماسپښین په درې نیمو بجو د ناروي د صدراعظم دفتر ته څیرمه د اوسلو د ښار ډیرې ودانې یوې چاودنې ولړزولې.

شیشې یې ماتې کړې او د ښار فضا یې له دوړو ډکه کړه.

په همدې ورځ په یوه جلا پېښه کې له چاودنې لږ وروسته د پولیسو په جامه سنبال یو وسلوال د اوسلو له ښار څخه د باندې د کارګر ګوند د ځوانانو پرې یوې غونډې ډزې وکړې چې تر اوسه په کې د لسګونو کسانو وژل کیدل تایید شوې دي.

پولیس وايي، دواړه پېښې له یو بل سړه تړلي دي.


راپورونه وايي، چې د اوسلو ښار په مرکزي سیمه کې د ناروې پوځي مورچې نیولې دي او له خلکو یې غوښتي چې د ښار په مرکزي سیمه کې له ګرځیدو راګرځیدو ډه ډه وکړي.

چاودنه هغې شل منزله ودانۍ ته نژدې شوې، چې د ناروي د صدراعظم دفتر دی او همدارنګه په کې د ناروي د تیلو او مالیې وزارتونه هم دي.

سیمه ایزو تلویزونو چې د پېښې د سیمې کومې ویډیو ګانې ښودلې په هغې کې ښکارې چې د ودانیو هندارې ماتې دي او لاندنې پوړ یې په ماتو ګوډو کې پټ دی.

د ناروي د صدراعظم جینز سټول ټینبرګ د چاودنې پر مهال په دفتر کې نه وو او ټپي شوی نه دی.

د ناورې په د عامه تلویزون د خبرو پر مهال جینز سټول ټینبرګ دا چاودنه ډیره سخته وبلله خو ویې ویل، دا د وخت نه مخکې ده، چې ووایو دا به د تروریستانو کړنه وي که د بل چا.

نوموړي له پېښې وروسته د حکومتي چارواکو یوه بیړنۍ غونډه راغوښتې ده.

د اوسلو پولیسو وايي، چاودنه د یو یا څو بمونو له چاودنې رامنځ ته شوې ده، چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

د اوسلو ښاروال فابیان سټنګ د سي. اېن. اېن ټلویزون ته وویل:

″پولیسو دا تایید کړې، چې دا بمي چاودنه وه، خو دوی لا په دې نه پوهیږي، چې دا تروریستي برید وو او که د کومې بلې انګیزې له مخې شوې چاودنه ده. خو دا یو خطرناک وضیعت دی.″

په داسې حال کې چې په اوسلو کې له چاودنې وروسته خلک له سیمې په مات ګوډ حالت کې د وتلو په حال کې وو او پولیس سیمه کلابندوله، له اوسلو بهر په یو ټاپو کې یو وسلوال کس چې د پولیسو نونیفورم یې په تن و، د کارګر ګوند د ځوانانو پر یو کمپ ډزې وکړې.

چارواکو ویلي، تر اوسه په دې ډزو کې د لسو کسانو وژل کیدل تایید شوې دي.

د ناروې د عدليې وزیر ویلي، هغه کس چې د ځوانانو پر کمپ د ډزو په تور نیول شوی دی نارویژی دی.

که څه هم د نړېوال جهاد د مرستندویانو په نوم یوې ډلې د دې بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی خو نارویژي چارواکي وايي، تراوسه نه پوهیږي چې دا بریدونه به چا کړي وي.

د بریتانیې او امریکا په ګډون د نړۍ ګنو هیوادونو دا بریدونه غندلي دي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي دوی د ناروي سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

″زه غواړم په شخصي توګه خپله خواخوږي د ناورې خلکو ته وړاندې کړم او دا یو خبرداری دی، ټولې نړیوالې ټولنې ته چې د دا ډول پېښو د پېښیدو مخه ونیسي.

موږ باید په ګډه هم په استخباراتي او د دې بریدونو د مخنیوي به برخو کې کار وکړو څو د دا ډول بریدونو مخه ونیسو.″

د یادونې وړ ده، چې د اوسلو چادونې ته څیرمه هغه سیمه هم ده، چې د دې هیواد معتبرې ورځپاڼې ترې خپریږي او په برید کې د دې ورځپاڼو دفترونو ته هم زیان اوښتی دی.

اوسلو چې په اروپا کې یو ارامه ښار ګڼل کېږي اوس په کې عیني شاهدان وايي، چې د ا ښار له چاودنې وروسته داسې برېښې لکه د جګړې سیمه چې وي.

ویل کېږي، چې په دواړو پېښو کې ترشلو زیات کسان ټپیان دي.
XS
SM
MD
LG