د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

الماني ځواکونه د مزار شریف امنیتي چارې افغانانو ته سپاري


ښاغلي نور وویل، باید د افغان امنیتي ځواکونو تجهیزولو، د دوی د وړتیاو زیاتولو او روزنې ته جدي پاملرنه وشي.
ښاغلي نور وویل، باید د افغان امنیتي ځواکونو تجهیزولو، د دوی د وړتیاو زیاتولو او روزنې ته جدي پاملرنه وشي.
مزار شریف د افغانستان پنځمه سیمه ده، چې په کې د نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنتي چارو مسولیتونه انتقالیږي.

ټاکل شوې ده، چې نن به په همدې مناسبت په دوه سوه نهمې شاهین قل اردو کې یو لړ رسمي مراسم تر سره شي، چې په کې به یې د مزار شریف د امنیت چارې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

افغان چارواکو تر اوسه په هغو پنځو واړو سیمو کې چې په کې یې د امنیت چارو مسولیت منلی د افغان امنیتي ځواکونو په ښه سنبالولو او د دې ځواکونو د وړتیاوو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د بلخ والي د جمعې په ورځ وویل، باید د افغان امنیتي ځواکونو تجهیزولو، د دوی د وړتیاو زیاتولو او روزنې ته جدي پاملرنه وشي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امنیت د انتقال د کمیسون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ویلي وو، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سنبالولو په چارو به په راتلونکي درېو کلونو کې شل ملیارده ډالر ولګول شي.

نوموړي همدا راز په لښکرګا کې د مسولیتونو د انتقال په مراسمو کې وویل، چې په افغان پولیسو کې یو لړ ښه بدلونونه راغلي دي:

د شوې پریکړې سره سم افغان لورې ته د امنیتي مسولیتونو د سپارنې د بهیر په لومړي پړاو کې به د اوو سیمو د امنیت چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، چې له دې ډلې څخه د بامیانو، هرات، لشکرګا، او مهترلام د امنیت ساتنې چارې رسما افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې دي او نن هم مزار شریف د مسولیتونو د سپارنې شاهد دی.

له دې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د پنجشیر او د سروبي ولسوالۍ پرته د کابل ولایت د امنیت ساتنې مسولیت پر غاړه واخلي.

خو دې کار ته یو شمیر څیړونکي بیا اندېښمن هم دی، یو شمیر افغان کارپوهان وايي د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر روزونه او تجهیز باید ډیر کار وشي، کنه د امنیت د انتقال دا بهیر به بریالی نه وي.

د مزارشریف ښار چې د امنیت مسولیت یې نن افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، که څه هم په پخوانیو کلونو کې ډېر نا امنه نه و، خو په دې وروستیو کې په کې د نا امنیو پېښې زیاتې شوې دي.

تر نن ورځې پورې د مزار شریف د امنیت چارې افغان او الماني ځواکونو په ګډه سنبالولې خو له نن وروسته به دا مسولیت یوازې د افغان امنیتي ځواکونو پر غاړه وي.

راپور: اجمل اند
XS
SM
MD
LG