د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

کابل:د پخواني پاچا ظاهر شاه څلورم تلین ولمانځل شو


د پخوانې پاچا اعلیحضرت ظاهر شاه د څلورم تلین په مناسبت د ارګ په حرام سرای ماڼۍ کې او په مرنجان غونډې کې یو لړ رسمي مراسم ترسره شول، چې په کې د کابینې او د شاه د کورنۍ یو شمېرغړو ګډون کړی وو.

د ارګ په حرام سرای کې پخواني باچا ته د ثواب لپاره د قران مجید ختم وشو، چې په کې د هېواد ولسمشر، د ولسي جرګې ریئس او د کابینې یو شمېرغړو ګډون کړې وو.

د دې ترڅنګ د کابینې یو شمېر غړو او د پخوانی باچا د کورنۍ یو شمېرغړو په مرنجان غونډۍ کې د علی حضرت محمد ظاهر شاه په مقبرې د ګلونو ګیډۍ کیښوده.

که څه هم په دې مراسمو کې د شاه د کورنۍ موجودو غړو له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه، خو د ولسمشر سلاکار وزیر شهزاده مسعود د پخوانې پاچا ظاهر شاه د واکمنې دوره تر ټولو ارامه او هوسا وبلله:

(د نوموړي دوره یوه ډیره ارامه دوره وه او ډیر مهربان شخصیت وو په افغانستان کې په دغه درې لسیزو کې اعلي محمد ظاهر شاه چې د یوې سپینې کودتا په پایله کې روم ته لاړه او بیا هم بې تفاوته پاتې نه وو او د افغانستان په قضایاو کې يي بې نهایته هلې ځلې وکړې.

نوموړي د روم د پروسې په نوم باندې یوه پروسه درلودله چې بلاخره نړۍ او افغانان همغې ته متوجه شول.

د بن هوکړه چې وشوه، په حقیقت کې د اعلي محمد ظاهر شاه د پروسې عملي کول وو، نوموړي تل د سولې غوښتونکی وو.)

پخوانې پاچا محمد ظاهر څلور کاله دمخه، په ۱۳۸۶ کال د زمرې په لومړی نېټه د ۹۲ کلو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

محمد ظاهر د پلار تر مرګ وروسته په ۱۹ کلنې کې د هېواد واک په غاړه واخیست، د څلور لسیزو لپاره د هېواد د واکمن په توګه پاتې شو او درې لسیزې یې په جلا وطنې کې د ایټالیا په روم کې تیری کړی.


محمد ظاهر شاه د خپلې واکمنۍ په څلویښتم کال د تره د زوی له خوا د یوې کودتا په ترڅ کې له واکه لېرې شو.‎‎

محمد ظاهر شاه، د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته په ۲۰۰۲ میلادې کال کې افغانستان ته راستون شو او د اساسي قانون د لویي جرګې له خوا ورته د ملت د بابا لقب ورکړل شو.

پخوانې پاچا د خپل عمر په وروستیو څو کلونو کې سخت ناروغ وو، چې د مرګ د مخه یي څو څو وارې د مړینې اوازې هم خپرې شوې وې.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دې چې، د پخوانې پاچا د واکمنې په دوره کې د هېواد د پرمختګ زمینه برابره شوه، سیاسي ګوندونه او لږ تر لږه خپلواکې رسنۍ هم رامنځته شوې چې د ډیموکراسۍ په لسیزه هم یادیږي.
XS
SM
MD
LG