د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۹

"د کرزي په لارښوونه بهرني سلاکاران له دندو نه دي ګوښه شوي"


د افغانستان بانک هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګواکې د ولسمشر کرزي په لارښوونه یي د دې بانک بهرني سلاکاران له دندو ګوښه کړي دي.

دې بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د مالي معاملاتو د تحلیل او راپور ورکولو د ادارې فنتراکا نهه بهرني کارکوونکو شپږ میاشتې مخکې د قرارداد د وخت له پوره کیدو وروسته خپلې دندې پریښې دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې پخوا یو شمېر بهرنیو سلاکارانو د افغانستان بانک په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، چې هغوي هم د خپلو ادارو په لارښوونه کارونه پریښې دي.

تر دې مخکې ځینو رسنیو د امریکا د سیګار ادارې له قوله ویلي وو، چې دغو نهو بهرنیو سلاکاران وروسته له هغې، چې د کابل بانک په ستونزه کې ګرم وبلل شول د ولسمشر کرزي په لارښونه له دندو ګوښه کړای شول.
XS
SM
MD
LG