د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

سولې عالي شورا په پكتيا كې كار پيل كړ


د سولې د عالي شورا لومړی مرستيال عبدالحكيم مجاهد
د سولې د عالي شورا لومړی مرستيال عبدالحكيم مجاهد
په پكتيا كې د سولې د عالي شورا د يو هيئت له خوا چې مشري يې د يادې شورا د لومړي مرستيال عبدالحكيم مجاهد پر غاړه وه، د سولې شورا ولايتي كمېټه رسما پرانیستل شوه، چې له مخې يې د دې ولايت د علماو شورا رييس مولوي خالقداد د سولې د ولايتي كمېټې مشر او قومي مشر جنت خان منګل يې د دغې شورا منشي ونومول شول.

د سولې عالي شورا لومړى مرستيال عبدالحكيم مجاهد پر همدې تړاو د جوړې شوې غونډې سلګونه ګډونوالو ته وويل، چې د دغې شورا موخه دا ده چې د يو منځګړي په توګه په اوسنۍ كشاله كې رول ادا كړي او هيڅكله به داسې هڅه ونه كړي چې د سولې پروسه په نا عادلانه ډول پر مخ ولاړه شي.

مجاهد دا هم وويل:

(( موږ اوس په نړېواله کچه ملاتړ ترلاسه کړی او د اسلامي هېودانو په ګډون هغه سيمه اييز هېوادونه هم راسره د سولې د پروسې ملاتړ كوي چې له دې وړاندې يې مخالفت كاوه.))

د پكتيا قومي مخورو بيا په افغان دولت، نړېوالې ټولنې او د دولت په مخالفانو غږ وكړ، چې د سولې له بهير سره مرسته او همكاري وكړي .

په پکتيا کې د سولې د شوری د سيمه ايز دفتر ټاكل شوي مشر مولوي خالقداد بيا په دې برخه كې د خلکو او ولايتي مسوولينو همكاري اغېزمنه وبلله.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا د كمېټې غړي رحمت الله واحديار، چې پكتيا ته له راغلي هيئت سره مل و، په خپلو خبرو كې بيا پر افغان دولت او بهرنيو ځواكونو له دې امله نيوكه وكړه چې، خپل سري عمليات نه بندوي او په وينا يې دغه چارې د سولې په روانه پروسه منفي اغېزه كوي.

په پكتيا كې د سولې عالي شورا په داسې حال كې خپله سيمه اييزه څانګه پرانيزي چې د دې ولايت په ګډون په ټول جنوب ختيځ زون كې وسله وال طالبان په ځانګړي ډول د حقاني شبكه مركزي كردار لوبوي او له همدې امله دى چې د چارو زیاتره څارونكي له دې ډلې سره په خبرو اترو كې حتى د قومي مخورو اغېز هم بې اغېزې بولي.

بل خوا د سولې د خبرو اترو په برخه كې وروستۍ لاسته راوړنې دا ښودل كېږي چې، د سولې د عالي شورا د هلو ځلو په پايله كې د وسله والو مخالفانو (۲۰) تنه لوړ پوړي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليست څخه واېستل شول.
XS
SM
MD
LG