د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

سوریه:بهرني دیپلوماتان له مرکزه لیرې نه شي تلاى


سوریې د امریکا او فرانسې سفیرانو ته خبرداری ورکړ، چې د حکومت له اجازې پرته دې له مرکز دمشق څخه نورو سیمو ته سفر نه کوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المُعّلم دا خبر داری دوې اونۍ وروسته تر دې ورکړ، چې دغو دوو سفیرانو د سورې په شمال کې حما ښار ته سفر وکړ.

دا سفر د ولسمشر بشار الاسد د رژیم پر ضد له څلورو میاشتو را په دې خوا د پاڅون په مرکزي ټکي بدل شو.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وویل، بهرني دیپلوماتان نه شي کولای چې له مرکز څخه تر پنځه ویشت کیلومترو لرې سفر وکړي.

ولید المعلم زیاته کړه، که چیرته د امریکا او فرانسې سفیرانو د دغه امر اطاعت و نه کړ، نو د دوي ټول دیپلوماتان به له دمشق څخه وباسي.

امریکا د دې غوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ، چې دا د دوي د دیپلوماتانو حق دی چې په سوریې کې وګرځي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې( هیدي برونک فالتن) وویل، د سوریې حکومت بهرنۍ رسنۍ نه پریږدي، مرستندویه کارکوونکي یې منع کړې دي، د بشري حقونو د فعالانو مخه یې نیولې ده او دیپلوماتان هم باید په دې هېواد کې ونه ګرځي څو د دې هېواد له وضعیته څوک خبر نه شي.

د بشري حقونو فعالان وایي، د سوریې امنیتي ځواکونو تر اوسه یو زر شپږ سوه کسان وژلې دي، چې اکثریت یې بې وسلې مظاهره کوونکي وو.
XS
SM
MD
LG