د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

ناامنيو د فواید عامې وزارت د کارونو مخه ډب کړې ده


د افغانستان د فواید عامې وزیر عبدالقدوس حمیدي.
د افغانستان د فواید عامې وزیر عبدالقدوس حمیدي.
د هیواد د فواید عامې وزیر وایي، چې په ځینو سیمو کې د امنیت نا موجودیت لا هم د دوی د بیارغونې د پروژو په وړاندې اساسي ستونزه ده.

عبدالقدوس حمیدي د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته خپل کاري رپورټ او د دوی د پروژو په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه وکیلانو ته معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي حمیدي وویل، که څه هم دوی د بیارغونې د پروژو لپاره کافي پیسې لري، خو د نا امنیو له کبله نشي کولې خپله بودیجه ولګوي.

دې وړاندې له دې سربیره ځینو نورو ستونزو ته هم اشاره کوي او وایي.

″په ۱۳۸۹ لمریز کال کې دې وزارت له خپلې مجموعي بودیجې څخه، چې څلور سووه درې اتیا میلیونه ډالره وه، یوازې دوه سووه نهه پنځوس میلیونه ډالره ولګول، چې د ټولې بودیجې څلور پنځوس فیصده وه.

د دې لپاره څو دلایل دي، د نا امنیو موجودیت، د قرارداد لپاره په شرایطو د یو برابر شرکت نه پیدا کیدل او په ځینو مواردو کې د مرسته کوونکو له خوا په وخت سره د مرستو نه برابرول په کې شامل دي.

په دې توګه دې وزارت په تیر کال کې، چې زیاته بودیجه یې درلودله وې نه کړای شول، چې خپله بودیجه ولګوي.″

ده وویل، چې دوی د پروژو د پلې کولو په برخه کې د کاري ځواک د ستونزې د هوارولو لپاره د قوای کار په ادارې کار پیل کړې او تشکیلات یې تر غور لاندې دي.

د فواید عامې د وزیر په وینا دا اداره کولې شي، چې د شرکتونو په داوطلبیو کې برخه واخلي او د ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه، چې دا اداره کولې شي، هغه کسان هم د قوای کار په برخه کې جذب او وروزي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي.

د ده په خبره کې د دوی د بیارغونې په پروژو کې یوه بله اساسي ستونزه د فساد موجودیت دی، چې د پروژو په پلې کولو کې یې ګڼې ستونزې جوړې کړي دي.

ده په دې اړه د دوشي او پلخمري ترمنځ د سړک قرارداد ته په اشارې وویل.

″د دوشي - پلخمري په برخه کې په رښتیا هم ستونزه لرو، ما وویل، چې له یو داسې شرکت سره د دې سړک قرارداد شوې، چې وړتیا یې نه لري، خو زما په فکر په لنډ وخت کې به دا ستونزه هواره شي.

موږ په دې برخه کې دوه انتخابه لرو، یا به له یو بل شرکت سره قرارداد وکړو او یا به هم بیا داوطلبۍ ته ولاړ شو. زه د وکیلانو په حضور کې دا ژمنه کووم که مې چیرې تر راتلونکو پنځلسو او شلو ورځو پورې دا مساله حل نکړه، نو وزارت پریږدم او استعفی ورکووم.″

په افغانستان کې د بیارغونې د پروژو په قراردادونو کې فساد کومه نوې خبره نه ده، بلکه تر دې مخکې داسې په لسهاو وارې لیدلې شوي، چې د سړک جوړولو قراردادونه په سمه توګه نه دي عملي شوي او کیفیت یې ډیر ټیټ و.

د کتونکو په وینا همدا وجه ده، چې دا سړکونه زیات عمر نه کوي او له جوړیدو وروسته ژر بیرته خراب شي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG