په کندهارښار کې د وسلوالو طالبانو او پولیسو ترمنځ په یو ساعته نښته کې د یوې امنیتي حوزې د امر په ګډون پنځه تنه ووژل شول.
د امنیې قومندانۍ د امنیت امر شېرشاه یوسفزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې پېښه هغه مهال وشوه، کله چې پولیسو راپور ترلاسه کړ، چې یوه کور کې وسلوال طالبان پټ شوي.
د امنیت د امر په وینا پولیسو دغه کور تېره شپه نهه بجې محاصره کړ او سهار نهه بجې یې عملیات وکړل، چې د وسلوالو طالبانو د مقاومت سره مخ شول.
د امنیت د امر په وینا په دغه عملیاتو کې د لومړۍ حوزې امر د خپلو دوو ساتونکو سره او دوه مقاومت کوونکي ووژل شول.
″بیګاه مو هغه کور کشف کړ او سهار مو عملیات شروع کړل، دوه طالبان وژل شوي زموږ د لومړۍ حوزې امر او دوه ساتونکي یې شهیدان شول.″
بل خوا د کندهار میرویس روغتون مسوولین وایي، چې دوی ته د دغه پیښې څخه څلور مړي او څلور ټبیان ور وړل شوي، چې ټول پولیس دي.
د دولت وسلوالو مخالفینو د پیښې مسوولیت منلی او وایي، چې په پیښه کې د حوزې امر څلور ساتونکي او یو وسلوال طالب وژل شوي.
راپور: محمد صادق رښتینی - کندهار