د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

څېړنه: د حقانې شبکې ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي


د حقانې وسله والې ډلې موسس او مشر جلال الدین حقاني
د حقانې وسله والې ډلې موسس او مشر جلال الدین حقاني
د حقاني وسله واله ډله د مجاهدینو د ایتلاف یوه ډله وه، چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې په افغانستان کې د شوروي د اشغال په وړاندې جهاد کې ونډه درلوده او د امریکا د اسخباراتو ادارې سي. ای. اې او پاکستان یې ملاتړ کاوه.

د حقاني شبکې موسس او مشرجلال الدین حقاني د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

واشنګټن پوسټ لیکي، د حقاني شبکه نن ترټولو خطرناکه ډله ده، چې د افغانستان په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پرضد جنګیږي.

د افغانستان په سرحدي سیمو کې له القاعده او نورو وسله والو ډلو سره د دې شبکې همکاري د امریکایي چارواکو لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، یوه هراړخیزه څیړنه ښیي، چې په نړیواله سطحه د جهاد په خپریدو کې د حقانې شبکې ونډې او د امریکا ګټو ته د دې شبکې له خوا بالقوه تهدیدونو ته په کم نظر کتل شوي دي.

د تروریزم ضد مبارزې د مرکز د څیړنو په نتیجه کې چې د ویډیوګانو، مجلو، عرب مجاهدینو او د القاعده د پخوانیو او اوسنیو غړیو او د جهاد د نورو اسنادو پراساس ترسره شوې، معلومه شوې چې د حقاني ډلې نه یواځې داچې د القاعده غړیو ته یو امن ځای ورکړی بلکې هغوی ته یې د ښوونې او روزنې، تبلیغاتو، د اړیکو د تامین او د تدارکاتو په برابرولو کې هم مرسته کړې ده.

د تروریزم ضد مبارزې د مرکز څیړنې ښیي، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې هغه وخت اسامه بن لادن په سودان کې و، جلال الدین حقاني په یوه بې ساري اقدام کې د یوه بیان په خپرولو سره د یوې غیرافغاني ډلې یانې د اسامه بن لادن د ډلې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

واشنګټن پوست لیکي، د حقاني شبکه چې نن یې مشري د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني کوي، پردې سربیره چې له القاعده سره اړیکې لري، د امریکا د استخباراتو د ادارې له نظره یوه داسې ډله ده، چې محرکه قوه یې ترډیره پر ایدیالوژۍ نه ده ولاړه بلکې زیات د قدرت، شتو او په سیمه ییزه کچه پرنورو وسله والو ډلو د خپل نفوذ لرلو په خاطر فعالیت او کارکوي.

د ورځپاڼې په وینا د حقاني شبکه قصدا ځان یوه سیمه ییزه لوبغاړې بولي او خپل فعالیتونه په سیمې پورې محدودوي ځکه په شمالي وزیرستان کې د دې شبکې پرمرکزونو د امریکایي بې پیلوټه الوتکو وروستیو بریدونو ته په پام سره له دې ویریږي، چې لکه د القاعده د مشر په سرنوشت اخته نشي.

واشنګټن پوست لیکي، د تروریزم ضد مبارزې د مرکز څیړنو دغه راز ښودلې چې دا به د امریکایي پالیسۍ جوړونکو تیروتنه وي، چې د افغانستان له پولو وړاندې د حقانې شبکې اغیزو ته په کمه سترګه وګوري.
XS
SM
MD
LG