د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۶

د افغانستان وضعیت تر هغې ډېر پېچلی دی څنګه چې ښکاري


نړېوالو رسنیو د افغانستان د پیچلي وضعیت او په افغانستان کې د امریکا د ناکامې ستراتیژۍ په اړه مطالب خپاره کړي دي چې وايي، ولې په افغانستان، هند او پاکستان کې د امریکا ستراتیژۍ منحرفه کيږي؟

کرسچین ساینس مونټر ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې، چې ″د وژونو لړۍ د افغانستان د پیچلي وضیعت څرګندویه ده″ یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي:

د افغانستان په اړه پوهیدل تل د یوه ګران کار په توګه پاتې شوی دی.

د مقالې لیکونکی وايي، د افغانستان د وضیعت په اړه له ما څخه پوښتنه کیږي، چې پر کومه مساله او خبره باید باور وشي.

ایا افغانستان دې ته چمتو دی چې نړیوال ځواکونه ترې نه ووځي؟ د مطلب لیکونکی ټامس پیټر وايي، زما غوره ځواب داوي، چې د افغانستان وضیعت پیچلی دی.

نوموړي کرسچین ساینس مونټر ورځپاڼې ته ویلي:

په روانه اوونۍ کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازۍ هاشم وطنوال ووژل شو، دغه راز له هغې نه مخکې د کندهار د امنې قومندان خان محمد مجاهد په یوه مصوونه ځای کې ترور شو، چې دا ټول د دې ښکارندویه ده، چې د افغانستان وضیعت څومره بې ثباته دی.

د مطلب لیکونکی وايي، د کندهار د امنيې وژل شوي قومندان ورته ویلي وو، چې هیله مند دی په دغه ولایت او جنوب کې به وضیعت ارامه شي ځکه چې دوی دغلته طالبان او د هغوی مرکزونه له منځه وړي دي.

خو څو ورځې لا تیرې نه وي، چې خان محمد مجاهد د یوه کس له خوا چې د پولیسو یونیفورم يې په تن وو په ډزو ووژل شو.

کرسچن ساینس مونیټر لیکي ایا دا په دې معنا نه ده، چې د جنوب د امنیت په اړه چې خان محمد مجاهد کومې خبرې کړې وې هغه نا سمې دي؟

کرسچین ساینس مونټر وړاندې لیکي:

د افغانستان په اړه چې څه خبریږي هغه دومره جدي مه نیسي ځکه څه چې ویل کیږي او ښکاري وضیعت، تر هغې زیات پیچلی دی.

د امریکا نشنل انترسټ خپرونې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ناکامې ستراتیژۍ په اړه مقاله خپره کړې چې په یوې برخه کې راغلي:

امریکا د پاکستان له همکارۍ پرته د دغه هېواد په یوې پوځي سیمه کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن پیدا او مړ کړ.

خپرونه وايي، له دې نه په صرف نظر چې پاکستان د اسامه د اوسیدو له ځای خبر نه وو او یا يې د هغه ساتنه کوله له دې هیواد سره د امریکا د مرستو په اړه په واشنګټن کې شکونه او بدګماني زیاتیږي.

نشنل انترست لیکي، له لسو کلونو تیریدو وروسته بیا هم د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې ستونزه موجودي دي او امریکايي مقامات وايي، ایا د تروریزم ضد مبارزې ته دوام ورکړو او که د دې لپاره یوه ځانګړې محدوده ستراتیژي جوړه کړو؟

خپرونه وايي، یو شمیر دلیلونه شته، چې ښيي ولې د افغانستان، پاکستان او هند لپاره د امریکا ستراتیژي له سم لوري منحرفه کیږي.

لومړی دا، چې امریکا په روښانه توګه افغانستان او پاکستان نه دي درک کړي، بله دا چې د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا ستراتیژي په سمه توګه نه ده عملي او هم اهنګه شوې.

نو د مقالې د لیکونکي په وینا له همدې ځایه ده، چې دغو دوو نیمګړتیاو د سیمې په ستونزو کې رول لرلی چې په نتیجه کې يې یو لړ خطاګانې ترسره شوي دي.
XS
SM
MD
LG