د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

طالبانو د ملا عمر د مړینې خبر رد کړ


ویل شوي وو، چې ملا عمر د هغې ناروغی له امله چې ورپېښه وه مړه شو.
ویل شوي وو، چې ملا عمر د هغې ناروغی له امله چې ورپېښه وه مړه شو.
وسلوالو طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو یو ساعت وروسته دغه خبر بې اساسه وباله.

نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د هغه بریښنالیک او د موبایل ټلیفون شمیرې له لارې چې د وسلوالو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد یې کاروي، په لیکلي پیغام کې د ملا محمد عمر د مړینې خبر ورکړل شو.

په پيغام کې راغلي، چې نوموړی د تیرې جمعې په ورځ د ور پیښې ناروغۍ له امله مړ شوی.

خو ساعت وروسته ذبیح الله مجاهد له نامعلوم ځای نه په تلیفون ازادي راډیو ته دغه خبر رد کړ او ویې ویل، چې افغان حکومت او بهرني ځواکونه توانیدلي چې د نوموړي د بریښنالیک او موبایل ټلیفون له لارې دغه بې اساسه خبر خپور کړي.

د وسلوالو طالبانو یوه بل ویاند قاري یوسف احمدي هم دغه خبر رد کړ.

تراوسه پورې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

څه موده مخکې هم د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مرګ اوازه خوره شوې وه.
XS
SM
MD
LG