د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو پر مهمو مسايلو خبرې وکړې


اصف علي زرداري پرون د دریو ساعتونو په مخه افغانستان ته راغلی وو.
اصف علي زرداري پرون د دریو ساعتونو په مخه افغانستان ته راغلی وو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل، ژر ترژره به د پاکستان په لاره افغانستان ته د تجارتي مالونو د انتقال په لاره کې ستونزی حل شي.

ولسمشر اصف علي زرداري، چې پرون درې ساعته په کابل کې و، له ولسمشر کرزي سره یې وکتل او د هغه د ورور د مړینې په خاطر یې خواشیني وښوده او خپله خواږي یې څرګنده کړه.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند سیامک هروي له افغان ولسمشر سره د زداري له کتني وروسته ازادي راډیو ته وویل،

″د پاکستان جمهور ریس په سیمه کې او په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې د تروریستي حملو د زیاتیدو له امله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه. هغه وویل، چې په دې برخه کې جدي همکاریو ته اړتیا ده، څو د داسي حملو مخه ونیول شي.

په کابل کې د افغانستان او پاکستان مشرانو په سیمزو او نړیوالو مسایلو او همدا شان له تروریزم سره د ګډې مبارزې او پر ځینو تجارتي اړیکو خبرې وکړي.″

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې له پاکستان سره د افغانستان پر سرحدی سیمو، کونړ او ننګرهار باندې د پاکستان له لوري د توغندیو د ویشتلو لړۍ روانه ده.

که څه هم ډېر کارپوهان په دې کار کې پاکستاني چارواکي ملامت بولي خو د افغانستان د سرحدونو چارو وزارت وايي، ښایي د دې بریدونو لمسونکي ځیني نورې پاکستانۍ کړۍ وي، چې د کونړ، ننګرهار او کله کله هم د خوست پر سرحدي سیمو توغندي ولي.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو د وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي وایي، د ا کړۍ غواړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مناسبات خراب کړي او خپله ترې ګټه پورته کړي خو ده ونه ویل، چې مطلب یې کومې ډلې دي.

د افغان ولسمشر ویاند سیامک هروي ازادي راډیو ته وویل، چې ولسمشر کرزي د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په خبرو کې له پاکستان څخه پر افغانستان د توغندیو د ویشتلو پر مسالی اندیښه څرګنده کړه او زرداري ته یې وویل، چې د افغانانو له غوښتنو سره سره بیا هم له پاکستانه پر دوی توغندي ویشتل کیږي.

زرداري بیا هم یو ډول بې خبري وښودله او په کابل کې یې پرون وویل، چې په دې اړه به پلټنې وکړي، چې ولې د پاکستان له خاورې پر افغانستان توغندي ویشتل کیږي او په دې اړه به جدي ګامونه پورته کړي.

زرداري ویلي، چې په دې اړه یې مسوولینو ته د جدي څیړنې امر کړی. دواړو مشرانو د دې ترڅنګ چې د سولې پر اړتیا یې خبرې کولې د دواړو هیوادونو تر منځ یې پر ټرانزیټي ستونزو هم خبرې وکړې.

په دې کتنې کې چې د افغانستان د تجارت وزیر هم حاضر و، ویې ویل، چې د افغانانو ډیرو تجارتي مالونو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د پاکستان له لارې وارد شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیې کې راغلي، چې و لسمشر زرداري وویل، په دې اړه پوره خبر نه دی خو اسلام اباد ته له رسیدو سره سم به چاروا کو ته هدایت ورکړی، چې د پاکستان په لاره د افغانانو تجارتي مالونو ته ژر تر ژره اجازه ورکړاي شي.
XS
SM
MD
LG