د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

جان الين، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو نوى قوماندان


ډګر جنرال جان الين
ډګر جنرال جان الين
ډګر جنرال جان الين له جنرال ډېوېډ پټرايوس څخه، چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان و، د بهرنيو ځواکونو قومانده واخيست، نوموړي د امريکا په سمندري ځواکونو کې دنده ترسره کړې ده.

جنرال الين په کابل کې د دې نوې دندې د اخيستلو پر مهال وويل چې سختې ورځې به په مخکې ولري:

”سختې ورځې به په مخکې وي، زه د هغو چلينجونو په باب وېره او وهم نه لرم، چې موږ به په ګډه ورسره مخ کېږو، زه دا يقين لرم، د ٤٩ هېوادونو زړور نارينه او ښځې به اوږه په اوږه له خپلو افغان همکارانو سره خپل مهم ماموريت ته ادامه ورکړي، په سرلوړۍ به مخته ځو“

دا قومانده په داسې حال کې ښاغلي الين ته لېږدول کېږي، چې په افغانستان کې پر مهمو چارواکو او بانفوذو اشخاصو غلچکي بريدونه زيات شوي دي.

الين تر دې مخکې د امريکا د ګډو ځواکونو د لوى درستيز مرستيال و، پوځي زده کړې يې تر لوړې کچې پورې په امريکا کې کړې دي. الين ژمنه وکړه چې د افغان ځواکونو روزنې او تجهيز ته به ادامه ورکوي:

په کابل کې د قوماندې د لېږد مراسم

”زما هوډ دا دى چې د دې سترې مبارزې قوت ژوندى وساتم، هغه مبارزه چې موږ يې پرمخ بيايو. زه به تر ممکنه حده پورې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې، تجهيز او ګمارلو ملاتړ ته ادامه ورکړم“

جان الين به په افغانستان کې د يونيم لکو بهرنيو پوځيانو مشري کوي، چې په دې کې شا و خو يولک امريکايي او نور د نورو هېوادونو سرتېري دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوونۍ د افغانستان د درېيو ولايتونو او څلورو ښارونو د امنيتي مسووليتونو د سپارلو بهير پيل شو.

ټاکل شوې ده بهرني ځواکونه، چې په افغانستان کې يې له حضور لس کلونه اوړي، د ٢٠١٤م کال تر پاى مخکې له افغانستان څخه په تدريجي ډول ووځي، تر هغه وخته پورې به د افغان ځواکونو د روزنې ماموريت ته زيات پام اړول کېږي.
XS
SM
MD
LG