د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

عمر:مخالفین د زنځیره یي وژنو له لارې د افغانانو ارادې نشي بدلولای


افغان حکومت وایي، چې د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو په وړاندې د رامنځته کیدونکو پراخو مزاحمتونو سره سره دوي ژمن دي، چې دا بهیر پلي او په هېواد کې د روان جنګ دلیل له منځه یوسي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلتیونو د انتقال بهیر د یکشنبې په ورځ پیل او تمه ده، چې د شرایطو په پام کې ساتلو سره د ۲۰۱۴ میلادي کال تر وروستیو پورې بشپړ شي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر وایي، چې وسله وال مخالفینو د هېواد د مخورو شخصیتونو په هدف ګرځولو سره هڅه کوي دا بهیر له خنډ سره مخامخ کړي، خو د ده په وینا افغان دولت د دې بهیر پلي کولو ته ژمن دې.

ښاغلي عمر، چې د دوشنبې په ورځ یي د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره یي په ګډه یوې خبري غونډې ته وینا کوله وسله طالبان او ملاتړي یي په دې تورن کړل، چې هڅه کوي د جنګ لپاره خپل دلیل ژوندې وساتي:

(هغه کسان، چې خپله د دې سبب شول طالبان او ملاتړي یي، چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راشي اوس دا هڅه کوي، چې افغانان امنیتي مسؤلیتونه په غاړه وانه خلي، څو د بهرنیو ځواکونو د موجودیت دلیل، چې دوي ځان ته ټاکلې له منځه ولاړ نه شي.

دوي ته زموږ پیغام دا دې، چې موږ به هرو مرو دا مسؤلیتونه اخلو او د افغانستان دښمنان باید په دې پوه شي، چې دوي د زنجیره یي وژنو له لارې نشي کولې د افغانانو ارادې بدلې کړي. )

افغان حکومت د امنیتي مسؤلتیونو د انتقال د بهیر د ګډوډولو لپاره د وسله والو مخالفینو روانو هڅو ته دا اشاره په داسې حال کې کړې، چې په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې د افغان دولت څو جګپوړي چارواکي په نښه شول.

ملک زرین، جنرال داؤد، خان محمد مجاهد، سید خیلې او خپله د افغان ولسمشر ورور او د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمد ولي کرزې هغه جګ پوړي چارواکي وو، چې تر اوسه پورې د وسله والو مخالفینو په حملو کې وژل شوي.

په جګپوړو افغان چارواکو د وسله والو طالبانو وروستۍ حمله د دوشنبې په شپې په کابل کې وشوه، چې په کې د ارزګان پخوانې والي او د ولسمشر سلا کار جان محمد خان د ولسي جرګې د یو غړي محمد هاشم سره یو ځای په خپل کور کې ووژل شو.

ښاغلي عمر دا ټولې وژنې له یو بل سره تړلې وبللې او ویي ویل، چې دا ټول له هېواده بهر پلانیږي، چې هدف یي د سیاسي مخورو له منځه وړل وبلل.

د ښاغلي عمر په وینا له دې ټولو ګواښونو سره سره دوي ژمن دي، چې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر پلي کړي، خو د ده په وینا دا د امریکا مسؤلیت دې، چې له پولو بهر د وسله والو ځالې په نښه کړي، چې په کې دا ډول حملې پلانیږي:

(که چیرې امریکا سبا بریالۍ شي، چې له پولو بهر د تروریستانو ځالې له منځه یوسي او له بهره د تروریستانو د رانګ مخنیوې وکړي، نو د افغانستان خلک ښه پوهیږي، چې په هېواد کې له موجود دښمن سره په څه ډول مبارزه وکړي او موږ له دوي سره په مبارزه کې ټانک او الوتکو ته هم اړتیا نه لرو، خو امریکا باید خپل مسؤلیت ادا کړي او موږ مسؤلیت واخلو. )

په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر د افغان دولت په غوښتنه پیل شوې، چې په لومړي پړاو کې یي د هېواد د اوو ولایتونو او ښارونو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارلې کیږي.

په افغانستان کې حکومتي مشران په دې باور دي، چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د دغه بهیر له بشپړېدو سره به له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي.

خو په ورته وخت کې دا خبردارې هم ورکولې کیږي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په ویستلو کې له بیړي کار وانخسیتلای شي، ځکه دا کار به د تیرو څو کلونو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG