ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د ارزګان د پخواني والي او د ولسمشر کرزي د سلاکار په کور دا حمله د پنځو وسله والو کسانو له خوا، چې د ورځپاڼې په وینا یو یي ځان وژونکې وو ترسره شوې.
د ورځپاڼې په وینا په دې حمله کې خپله جان محمد خان او په ولسي جرګه کې د ارزګان استازې محمد هاشم وطنوال وژل شوي.
ورځپاڼه لیکي، چې جان محمد خان د هېواد په سویل لویدیځه حوزه کې د ولسمشر کرزي تر ټولو لوی متحد وو او د ځینو بهرنیو هېوادونو د فشارونو له کبله د ارزګان د والي په توګه له دندې لرې کړای شوې وو.
خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي، چې دا فشارونه د کومو هېوادونو له لوري له کوم بابته وو.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې وسله وال طالبان په دولتي چارواکو دا حملې د دې لپاره کوي، چې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر مخه ونیسي.
ورځپاڼه لیکي، چې د جان محمد خان په کور دا حمله په داسې حال کې شوې، چې لا د ولسمشر کرزي د ورور او د کندهار د ولایتي شورا د رئیس له وژلو یوه اونۍ نه تیریږي.
دې ورځپاڼې بیا د ځینو امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې حمله کوونکي درې کسه وو، چې د ځان وژونکو حملو واسکټونه یي هم په تن وو.
ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو نوي انکشاف کې لیکلي، چې د احمد ولي کرزي په وژنه کې د امریکا استخبارات لاس لري.
ورځپاڼه وړاندې د بریتانیي د انډیپنډنډ ورځپاڼې په حواله لیکلي، چې د احمد ولي کرزي د ساتونکو مشر سردار محمد د امریکا له ځانګړو ځواکونو او سي ای ای سره نږدې اړیکې درلودلې.
ورځپاڼې په ورته وخت کې د یوې امریکایي ورځپاڼې په حواله بیا دا لیکلي، چې سردار محمد له انګلیسي ځواکونو سره پټې ناستې درلودلې.
په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو د بحث پاتې برخه تر ډیره د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر ته ځانګړې شوې او په دې اړه بېلابېلې سپارښتنې هم شوي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د دې بهیر پیل ته په اشارې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي د وینا دا ټکي راخیستي، چې دا یو نه پشاکیدونکې بهیر دې او باید په خپل وخت بشپړ شي.
افغانستان ټایمز:
افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد د بهیر پیل یوه تاریخي پیښه بللې او د هغې ملاتړ یي کړې.
که څه هم دې ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان په پراخ ډول هڅه کوي، چې د خپلو حملو په زیاتولو سره دا بهیر تر پوښتنې لاندې راولي او د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو په اړه پوښتنې راولاړې کړي.
د ورځپاڼې په وینا طالبانو په خپلو دغو هڅو کې په تیره یوه میاشت کې له اوو سیمو، چې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر په لومړي پړاو کې شامل دي لږ تر لږه په څلورو کې یي له پنځوسو زیات کسان وژلي.
خو ورځپاڼې د دې ټولو ګواښونو سره سره دا بهیر هیله بخښونکې بللې او لیکلي، چې دا په ځان د باوري کیدو امکانات برابروي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د امنیتي ځواکونو د وړتیاو په اړه د اندیښنو برخلاف لیکلي، چې دوي په پیاوړې روحیه د امنیتي چارو مسؤلیت په غاړه اخلي.
خو ورځپاڼې بیا نړېوالې ټولنې ته دا سپارښتنه هم کړې، چې په سیمه کې شتو ګواښونو ته په پام سره افغان ځواکونه باید د وخت له اړتیا سره سم پیاوړې کړي.