د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د ولسمشر کرزي سلاکار او د ولسي جرګې یو غړی ووژل شول


د جان محمدخان کور
د جان محمدخان کور
د ولسمشرحامد کرزی سلاکار، نږدی ملګری او د ارزګان پخوانی والي جان محمد خان او په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو له استازي محمد هاشم وطنوال سره یوځای د هغه په کور کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

پېښه ماخوستن ۸ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې دوو وسله والو برید کوونکو د جان محمدخان پر استوګنځي باندې وسله وال برید وکړ.

د کابل پولیسو او نورو امنیتی ځواکونو، د وسله والو برید کوونکو د له منځه وړلو لپاره ۷ساعته عملیات ترسره کړل، څو دغه دوه برید کوونکي له پښو وغورځوي.

په عملیاتو کې د سپکو وسلو، لاسي بمونو او نورو وسلو نه ګټه واخیستل شوه، دوه پولیس آو د چټک غبرګون یو سرتیری هم په عملیاتو کې

وژل شوي او ۴ نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

دغه عملیات سهار۳ نیمې بجې پای ته ورسیدل، د برید پر مهال د جان محمد خان کورنۍ او خوا او شا استوګنو ته زیان نه دی اوښتی، د هغه کور سخت زیانمن شوی، کړکۍ، دروازې او دیوالونو پنجرې ماتی شوې دي.

محمد یوسف چې له پنځوسو کلونو زیات عمر لري او د جان محمد خان یوازیني بېوسلې ساتونکی و، ازادۍ راډیو ته وویل:

(۸ بجې وی د کور زنګ ووهل شو، دروازه مې خلاصه کړه، دوه وسله وال کسان په زوره کورته راننوتل او زه یي له دروازې وايستلم)

یوسف زیاته کړه، د ننوتلو ژر وروسته هغوى دروازه له دننه خوا نه قلف کړه او ماته یوازینی لار دا پاتې شوه چې په منډه پولیس خبر کړم.


د سلاکار وزیر د کورنۍ بل غړي چې ځان احمد راوپېژاند ازادۍ راډیو ته وویل:

(تر برید یو ساعت دمخه یو کس د کور دروازې ته راغلی و او ځان یی د ارزګان نه راغلی مسافر معرفي کړ، نوموړي د جان محمد خان له ساتونکي نه ۳۰۰۰ افغانۍ د مرستې په توګه ترلاسه کړې او له دغه فرصت نه په ګټه اخیستنه یي د برید لارې کتلې)

د احمد په وینا سلا کار وزیر، د دې لپاره چې خوا او شا استوګنې کورنۍ د دوى له ساتونکو څخه په تکلیف نه شي د کور په دروازه کې یي وسله وال ساتونکي نه ساتل.

د جان محمد خان زوى ولي محمد چې د عملیاتو له پای ته رسېدو لږ وروسته له یو شمېر ساتونکو سره سیمي ته راغی ازادۍ سره په لنډو خبرو کې یي د وخت نه مخکې وګڼله چې د برید کونکو په باره کې څه ووایي.

نوموړي وویل:

زموږ له هیچا سره دښمني نه وه، مالومه ده چې هغوى د افغانانو او د هېواد دښمنان دي.

د نوموړي په وینا د کورنۍ نورغړي یي له سیمې نه خوندي ایستل شوي او له پلار پرته یي د کورنۍ نورو غړو ته زیان نه دی اوښتی.

نوموړي چې د لنډ وخت لپاره مهرولاک شوی کور زموږ پرمخ خلاص کړ د کور په انګړ کې د ويجاړو دېوالونو، پنجرو، کړکیو او پردو ټوټې تر سترګو شوې او د دواړو پوړونو ټولې کړکۍ، زينې او دیوالونه مات و.

د پېښې په ځای کې د پولیسو یو افسر، چې نه یي غوښتل نوم یي واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل چې په عملیاتو کې ۲ پولیس، یو د چټک غبرګون قطعې سرتیری وژل شوي او ۴ نور پولیس ټپیان دي.

په سیمه کې د ډي ار سي په نوم د یوې موسسې یوه ساتونکي عبدالواسع په وینا له څو ورځو راهیسي د جان محمد خان کورشا او خوا مشکوک کسان لیدل شوي چې ښایي د دغې حملې ترسره کولو لپاره یي لارې چارې لټولې.

جان محمد خان چې د ارزګان ولایت یو له با نفوذو کسانو څخه شمېرل کېده، په دغه ولایت کې یې دوه دورې د والي په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړی هغه مهال کابل ته راوغوښتل شو، چې په دغه ولایت کی میشتو هالنډي قواوو سره یي ستونزې پیدا شوې.

نوموړي کرزي ته ډیر نږدې کس پاتې شوی او د جنوب سیمو مهمو مسایلو کې یي تل ولسمشر ته مشورې ورکړې او د شخړو به حل کې یي مرسته کړې.

د کرزي سلاکار او د ولسي جرګې يو استازى ووژل شول
XS
SM
MD
LG