د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

ولسي جرګه:پاکستان لا هم د کونړپر سرحدي سیمو راکټي حملې کوي


د ولسي جرګې یوه پلاوي چې د پاکستان له خاروې په وروستیو حملو کې یې د کونړ ولایت څپلې سیمې لیدلي، د دغو سیمو د خلکو په وضعیت اندیښنه وښودله او یو ځلې بیا یې له دولت نه وغوښتل چې د دې حملو د مخنیوي لپاره دې لا جدي اقدامات وکړي.

دې پلاوي په خپل راپور کې وویل، په تیرې شاوخوا یوې میاشت کې د پاکستان له خاورې د کونړ په سیمو څه باندې اته سوه راکټي حملې شوي دي او د دې حملو د دوام له امله خلک لا هم په ویره کې ژوند کوي.

عمومي غونډې ته د دې پلاوي راپور د کابل ولایت د استازي عرفان الله عرفان له خوا ولوستل شو، چې په هغې کې د دې حملو د مخنیوي لپاره بېلابېل وړاندیزونه مطرح شوي:

(د افغانستان حکومت دې د دې ستونزې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته مراجعه وکړي.

که ممکن وي د ولسي جرګې یو پلاوی دې پاکستان ته سفر وکړي، په دې اړه د ناټو او ایتلافي ځواکونو چوپتیا د اندیښنې وړ ده او باید چې خپل دریځ څرګند کړي.

د کورنیو او بهرنیو ځواکونو مرکزونه دي له کرنیزو سیمو او هستوګن ځایونو څخه د پولي صفر نقطو ته ولیږدول شي.)

د ولسي جرګې د پلاوي په راپور کې راغلي و، چې په تیرې شاوخوا یوې میاشت کې چې د پاکستان له خاورې د درنو وسلو حملې پیل شوي دي، په سلګونو کورنۍ د خپلو مینو پریښودو ته اړې شوي دي.

د راپور له مخې په کونړ کې په دغو حملو کې تر اوسه پورې دوه ویشت تنه وژل شوي او څلویښت نور ټپیان شوي.

د یکشنبې په ورځ ولسي جرګې پریکړه وکړه، چې یو ځلي بیا به د امنیتي ارګانونو مسولین خپلې غونډې ته ور بولي او په دې اړه به یې پوښتي چې د پاکستان له خاورې د حملو د مخنیوي لپاره یې څه کړي.

په عین حال کې یو شمېر وکیلانو د افغانستان له حکومت نه وغوښتل، چې د پاکستان په وړاندې په ځوابي بریدونو لاس پورې کړي.

د ولسي جرګې یوه غړي محمد نعیم لالی حمیدزي په دې برخه کې پر حکومت انتقاد وکړ:

(که زموږ حکومت د پاکستان د بریدو مخنیوی نشي کولای اعلان دې وکړي او ولس دې قیام وکړي د پاکستان په مقابل کې داسې ګاونډۍ په زور او د افغانانو په اتحاد سمیږي. )


خو تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي په ډاګه ویلي، چې افغان ځواکونه به هیڅکله په ځوابي حملو لاس پورې نه کړي ځکه چې په دارنګه حملو کې ملکي خلک وژل کیږي.

افغان چارواکو په تیرو څو اونیو کې په بیا بیا له پاکستانیو چارواکو سره دغه مسئله مطرح کړې او له هغوي نه یې غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د دې حملو مخه دې ونیسي، خو داسې ښکاري چې د افغان دولت دیپلوماتیکو هلو ځلو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG