د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د سارک د غونډې کوربه توب کوي


ظهوري وايي، هغو ستونزو ته چې ماشومان، ځوانان او ښځې ورسره لاس او ګریوان دي د حل لار پیدا شي.
ظهوري وايي، هغو ستونزو ته چې ماشومان، ځوانان او ښځې ورسره لاس او ګریوان دي د حل لار پیدا شي.
د سارک د سیمه ایزو همکاریو د ټولنې د تخنیکي کمیټې پنځمه غونډه هم د څلورمې هغې په څیر د ښځو، ځوانانو او ماشومانو ستونزو ته ځانګړې شوې.

په دې غونډه کې، چې شنبې په ورځ په کابل کې پرانستل شوه، د ښځو، ځوانانو او ماشومانو د روان حالت په اړه د سارک د تخنیکي کمیټې د څلورمې غونډې په رپورټ، چې هغه هم په کابل کې جوړه شوې وه، بیا کتنه وشي.

د دې ټولنې د ټولنیزو اړیکو مسوول ابراهیم ظهوري د غونډې په څنډه کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د سیمې په کچه ښځې د تاوتریخوالي له ستونزې سره مخامخ دي او دوی هڅه کوي د دوی ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

″زه به په ځانګړې ډول د کوم هیواد په اړه خبرې ونه کړم، خو که تاسو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې شویو مطالعاتو ته وګورﺉ نو دا په سیمه کې یو ښه انځور نه وړاندې کوي.

دا مساله یوازې په افغانستان کې نه بلکې د سیمې په کچه موجوده ده او که تاسو شویو مطالعاتو ته وګورﺉ د بیلګې په توګه په مالدیو کې په هرو دریو ښځو کې یوه یې له کورني تاوتریخوالي سره مخا مخ ده او همدا قصه په افغانستان کې هم ده. موږ هڅه کوو، چې په دې غونډه کې دا مساله وڅیړو.″

د ښځو، ماشومانو او ځوانانو روان حالت:

د افغانستان د ښځو چارو سرپرستې وزیرې میرمن حسن بانو غضنفر هم د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل؛ چې د دوی د بحثونو زیات تمرکز د ښځو، ځوانانو او ماشومانو په روان حالت دی.

میرمن غضنفر وویل، چې دا د دوی مسوولیت دی، چې دوی د ښځو، ځوانانو او ماشومانو په اړه خپل معلومات شریک کړي او د هغو په رڼا کې د شتو ستونزو د هواري لپاره په ګډه اقدام وکړي.

البته د دې په وینا په دې غونډه کې به تر ډیره د سارک ټولنې د اهدافو په رڼا کې بحثونه وشي او افغانستان به هم د خپل مسوولیت له مخې ځینې مسایل مطرح کړي.

د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه بیلګه د دوی قاچاق دی، چې د بیلابیلو اهدافو لپاره ترسره کیږي.

بشري حقونه

″د سارک نننۍ غوڼده درې ځانګړې اهداف لري، چې لومړی یې د جنوبي اسیا د هیوادونو یا سارک د اهدافو تعقیب دی، دویم یې دا، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په وړاندې مسوولیتونه لري او هغه باید سرته ورسوي او دریم دا، چې افغانستان باید د افغان میرمنو، ځوانانو او ماشومانو د روان حالت په اړه د سیمې هیوادونو ته معلومات ورکړي.″

میرمن غضنفر دا د سارک د ټولو غړو مسوولیت وباله، څو په خپلو هیوادونو کې د ښځو، ځوانانو او ماشومانو د حالت په اړه معلومات وړاندې کړي.

د سارک د تخنیکي کمیټې دا غونډه په داسې حال کې پرانستل شوې، چې د افغانستان د بشري د حقوقو خپلواک کمسیون اوس اوس په خپل یو رپورټ کې د ښځو په وړاندې روان تاوتریخوالې د اندیښنې وړ وباله.

د دې کمسیون په وینا د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه بیلګه د دوی قاچاق دی، چې د بیلابیلو اهدافو لپاره ترسره کیږي.

خو دا نه ده معلومه، چې په دې غونډه کې به د تاوتریخوالي په کومو بڼو بحث وشي او ایا کوم کسان چې راټول شوي، و به کړای شي، چې هغو ته د حل یوه مناسبه لار پیدا کړي او که څنګه؟

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG