د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

له افغانستان څخه په سلګونو امریکايي عسکر ووتل


د چارواکو په وینا، تر اوسه د افغانستان په چکړه یونیم زر سرتیري وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، تر اوسه د افغانستان په چکړه یونیم زر سرتیري وژل شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره شپږ نیم سوو امریکايي سرتیري د خپل ماموریت د دورې د پورکولو وروسته له افغانستان څخه وتلي، چې پر ځای به یې نور سرتیري ونه ګمارل شي.

مخکې له دې به امریکايي سرتیري په دوره یې توګه افغانستان ته تلل او چې موده به یې پوره شوه د دوی پر ځای به نور راتلل، خو دا ځل داسې نه کېږي.

د ایساف له ویندویانو څخه یو ډګرمن واین پیري وايي، د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو د پروګرام له مخې لومړۍ ډله یې له دې هیواده تیره چارشنبې ووتله.

دغو سرتیرو په کابل کې په امریکايي پوځي کنډکونو او د پروان ولایت په ۱۱۳ غنډ کې ماموریت ترسره کاوه.

د ایستل شوي عسکر پرځای به نور عسکر رانه شي:

د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي مسول مایکل وون هم ویلي، چې له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو په برخه کې د ولسمشر بارک اوباما د مهال ویش له مخې به د دې سرتیرو پر ځای نور نه رانه شي.

امریکايي چارواکو همدا راز ویلي دي، چې د جولای په میاشت کې به اته سوه امریکايي سرتیري په دوو ډلو کې له افغانستان څخه ووځي.

دا مهال تقریبا سل زره امریکايي سرتیري په افغانستان کې میشت دي او ټاکل شوې ده، چې تر ۲۰۱۴ م کال پورې به دا ټول له افغانستان څخه ووځي.

د دوبي تر پایه به په ډیر شمیر کې امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ونه وباسي.

پوځي چارواکي

ویل کېږي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د تیرې یو لسیزې په شتوالي کې د دې هیواد یونیم زر سریتري وژل شوي او په ملیاردونو ډالر یې لګولې دي.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو مهال ویش په واشینګټن کې د ځینو لورو له انتقادونو سره هم مخ شوی دی او جمهوري غوښتونکي وايي، چې د سرتیرو د ایستلو دا اقدام ډیر په بیړه او چټکۍ دی.

خو یو شمیر امریکايي پوځي چارواکو بیا ویلي دي، د دې کال د دوبي تر پایه به په ډیر شمیر کې امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ونه وباسي او د یادو لس زرو سرتیرو ډیره برخه به یې د روان کال په پای کې افغانستان پریږدي.

ویل کېږي، د هغو امریکايي سرتیرو ډیره برخه به چې د هلمند په ولایت کې میشت دی د روان میلادي کال د نومبر او ډیسمبر په میاشتو کې له افغانستان نه ووځي.

راپور: اجمل اند
XS
SM
MD
LG