د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۶

کلېنټن د PKK په وړاندې د مبارزې ملاتړ وکړ


د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هليري کلېنټن وايي امريکا له ترکيې سره د کردستان د کارګرانو ګوند يا PKK په وړاندې په مبارزه کې ملګرې ده.

د ترکيې په جنوب ختیځ کې پرون له کرد یاغیانو سره د دولتي ځواکونو په نښتو کې د پوځ دیارلس سرتېري مړه او اووه نور ټپیان شول.

د ترکیې پوځ وايي چې سېلوان Silvan ښارګوټي ته نژدې په دې نښتو کې اووه تنه یاغیان هم وژل شوي دي. پرونۍ نښتې له فبرورۍ میاشتې راهیسې چې د کردستان د کارګرانو ګوند PKK د دواړو خواوو ترمنځ اوربند ختم اعلان کړ، ترټولو خونړۍ نښتې وې.

PKK له 1984 کال راهیسې د یوه خپلواک دولت د رامنځته کولو په مقصد کمپاین پیل کړی، چې په نتیجه کې یې تراوسه لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

د دې ګوند زنداني مشر عبدالله اوجالان خبرداری ورکړی که د جون د میاشتې له ملي انتخاباتو وروسته د جولای تر پنځلسمې پورې حکومت د دې لانجې د حل لپاره خبرو ته کښېنني، نو د ده ډله به ستره جګړه پیل کړي.
XS
SM
MD
LG